د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

يو شمېر افغان کډوال په ايران کې د دوی له امله د جذام ناروغۍ خپرېدل ردوي


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال هغه اوازې چې ګواکې افغانان په دغه هېواد کې د جذام ناروغۍ د خپرېدو لامل دي، ردوي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې یوې افغانې مېرمنې چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ځینې ایرانیان قصداً غواړي د دا ډول مسایلو پړه پر افغانانو واچوي.

تهران کې یوه افغان کډواله وايي: ځینې ایرانیان چې د سواد کچه یې کمه ده په هره مسئله کې افغانان ملامتوي.

هغې وويل: "دوی وايي په ایران کې د ناروغیو شمېر زیات شوی او ځینې ایرانیان چې د سواد کچه یې کمه ده په هره مسئله کې افغانان ملامتوي. دوی وايي هېواد ته یې زموږ په ورتګ د ژوند شرایط خراب شوي او قیمتونه لوړ شوي دي."

په ایران کې مېشته یوه بله افغانه مېرمن ګیتي وايي، یو شمېر تعصب لرونکي د خپلو ګټو لپاره دا ډول اوازې خپروي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "دلته هر ډول خلک شته، ځینې یې تعصب لري او کډوال ته په ښه سترګه نه ګوري، دوی وايي چې ګواګې موږ یې دندې اخلو، ښايي ډېرې ستونزو لري ځکه داسې فکر کوي."

په وروستیو ورځو کې په ایران کې د جذام ناروغۍ د خپرېدو ادعاوې شوې دي.

له راپورونو وروسته لسګونو ایرانیانو په ټولنیزو رسنیو کې ادعاوې کړي چې ګواکې افغانان د دغه ناروغۍ د خپرېدو مسوول او لامل دي.

د میدان ازادي په نوم د یوې ورځپاڼې مسوول مدیرې هادي کسايي‌زاده په خپلې ایکسپاڼه کې د یوې مېرمنې انځور خپور کړی او ادعا یې کړې چې دغه مېرمن په جذام ناروغی اخته شوې.

هغې د یادې ناروغۍ لامل افغانان بللي او د ایران له جمهور رییسه یې د افغانانو د ايستلو غوښتنه کړې ده.

دغه شان د سعید کوشافر په نوم یوه ازاد ایراني خبریال پرته له‌دې چې اسناد وړاندې کړي، د جولای د میاشتې په ۸مه نېټه خپلې ايکسپاڼه کې ادعا کړې وه چې افغانان په ایران کې د جذام ناروغۍ اصلي عاملین دي.

د ټولنیزو رسنیو یاد دواړه پوسټونه له نیم ميلیون څخه ډېر ځله لیدل شوي ، له ۱۰۰۰ څخه ډېر ځله شریک شوي او له ۷۰۰۰ څخه زیاتو کاروونکو خوښ کړي دي.

دا ادعاوې وروسته له هغې وشوې چې د تسنیم خبري اژانس په ګډون ځینو نورو ایراني رسنیو د جون په ۳۰مه د ایران د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړ چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه هېواد د جذام ۹ پېښې ثبت شوي چې په‌دې ناروغۍ اخته درې کسه افغانان وو.

په ایران کې د افغان مدني ټولنې او د بشري حقونو فعال صبغت‌الله حیدري وايي، دا څرګندونې یوازې د عامه افکارو مغشوشولو او د کډوالۍ ضد احساساتو د پارولو لپاره کېږي.

نوموړی وايي: "له بده‌مرغه، دا خبر د خلکو او افغانانو د ذهنونو له مغشوشولو پرته بل څه نه‌دي، دا ډول خبرونه دروغ دي موږ هره ورځ له ایراني اتباعو او په ایران کې له مېشتو افغانانو سره راشه درشه لرو خو موږ د داسې هيڅ ډول پېښې شاهدان نه یوو."

د تهران یوه څنډه
د تهران یوه څنډه

جذام څه ډول ناروغي ده؟

د جلدي ناروغیو د متخصص ډاکتر حشمت‌الله سید په خبره، جذام یوه ساري ناروغي ده چې د باکتریا له امله رامنځته کېږي، د بدن پر دفاعي سیستم برید کوي او د ویښتانو د توېدو سربېره ګڼې جلدي ستونزې رامنځته کولای شي.

هغه په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "انسان ته یې د لېږد اصلي لامل نه معلومېږي، خو له تنفسي لارو په چټکۍ د لېږد وړ ده، په ورته وخت کې هغوی چې په‌دې ناروغۍ اخته دي ورسره د دوامداره اړیکو له لارې هم دا ناروغۍ لېږدول کېدای شي ان د مور د رحم له لارې ماشوم ته د انتقال وړ ده."

د ځینو ایرانیانو دا ادعا چې افغان کډوال یې په هېواد کې د جذام د ناروغۍ د خپرېدو لامل دي، په‌داسې حال کې ده چې وارله‌مخه افغان کډوال په یاد هېواد کې له ننګونو او تبعیضي چلند سره مخ دي.

دوی تل په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې، د ځینو ایرانیانو له سپکاوي ډک چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي چې په‌دې وروستیو کې د هغه افغانانو چې د اوسېدو قانوني سندونه هم لري د شړولو خبره يې کېږي.

XS
SM
MD
LG