د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د کډوالۍ نړيوال سازمان: په تېرو درې مياشتو کې له نيم ميليون ډېر کسان له افغانستان وتلي دي


د افغان کډوالو يو انځور - ارشيف
د افغان کډوالو يو انځور - ارشيف

د کډوالو نړیوال سازمان "اى او ام" وايي، د روان کال د اپریل او جون میاشتو ترمنځ له افغانستان څخه څه باندې نیم میلیون کسان وتلي دي.

د کډوالو نړيوال سازمان "اى او ام" وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې له ۵۳۲ زرو ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي.

خو "اى او ام" د پنجشنبې په ورځ په خپل دغه نوي راپور کې بیا ویلي، چې د روان کال د اپریل تر جون مياشتو پورې شمېرې ښيي، تر ۸۵۸ زرو څخه ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، خپل هېواد ته د افغانانو د ستنېدو اصلي لامل له ایران او پاکستان څخه د افغانانو ايستل کېدل دي، چې په دې وروستیو میاشتو کې يې زور اخيستى.

د اى او ام د معلوماتو له مخې، د تېر کال په پرتله خپل هېواد ته د افغانانو د ستنېدو شمېر ۳۰ سلنه زيات شوی دی.

پوښتنه دا ده چې ولې بیا تر نیم میلیون زیات افغانان له افغانستانه وتلي دي؟

د کډوالو نړيوال سازمان "اى او ام" وايي، افغانان د اقتصادي فرصتونو د موندلو او خونديتوب په موخه نورو هېوادونو ته کډه کېږي.

د اى او ام په وینا، ځینې یې بیا د درملنې او د خپلو کورنیو سره د لیدو لپاره د لنډې مودې لپاره خپل هېواد پرېږدي.

اى او ام وايي، په افغانستان کې بشري ناورین او د خوراکي توکو نه خوندیتوب د دې لامل شوی چې افغانان د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شي.

ډېری افغانان د پناه اخيستلو لپاره له افغانسان وځي.
ډېری افغانان د پناه اخيستلو لپاره له افغانسان وځي.

په همدې حال کې په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې د امنیتي ګواښونو له امله له افغانستانه وتلي وايي، په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

په پاکستان کې یوه افغان کډوال غلام علي رحیمي ازادي راډیو ته وویل: "خلکو شل کاله یې کار کړی، درس يې ويلي خو هغه کسان چې تازه راغلي کار یې ورنه اخیستی، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې خلک ګاونډيو هېوادونو ته راشي، خو اوس په ايران او پاکستان کې هم مالي او امنيتي ستونزې لري او د پوليسو له خوا ځورول کېږي."

په همدې حال کې له ایران څخه یو ايستل شوی افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، د ايستل کېدو پر مهال د ایراني پولیسو له خوا ځورول شوی، تر دې بریده چې په خبره یې کیسه یې نه شي کولی.

هغه وايي: "له بده مرغه ایراني پولیسو او ځواکونو تر کومه چې موږ يې تر پولې پورې رارسولو، ډېر وځورولو چې بيخي د ويلو نه ده."

په ایران او پاکستان کې د ډېری افغان کډوالو همدا کیسه ده.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل او هېواد ته راستنېدل په داسې حال کې زور اخيستى چې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې وروستیو کې ویلي چې، له ايرانه د ټولو بهرنیو او بې اسنادو وګړو ایستل يې د کار په لومړيتوبونو کې دي.

د یادولو وړ ده چې په ایران کې نږدې پنځه میلیونه بې اسناده افغان کډوال مېشت دي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې له دغه هېواده د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو هڅې تېزې کړي چې لا هم دوام لري.

د طالبانو د بياځلي واکمنۍ وروسته په تېرو درېيو کلونو کې زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو، د پناه غوښتنې کېسونو د بشپړولو، بېکارۍ او د خپلو ماشومانو د زده کړو په خاطر ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG