د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

په دوو ورځو کې په خپله خوښه او جبري توګه ۱۱۱۴۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي


ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په تېزېدو سره د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تازه اعلان کړى چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۱۱۴۶ افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې په دوو بېلابېلو اعلامیو کې ویلي، ياد افغان کډوال په خپله خوښه او په زوره له ایران څخه د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې راستانه شوي او دغه راز له پاکستانه د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، دغه کډوال د دوی د پېژندنې له تایید وروسته د مرستې تر لاسه کولو لپاره د کډوالو د نړیوال سازمان یا "آىإاوایم"، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا "يواین‌ایچ‌سي‌آر" او د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" سازمانونو ته معرفي شوي دي.

ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.

له دې سره کوم کډوال چې له ايران او پاکستانه ايستل شوي ادعا لري چې له يادو هېوادونو د ايستل کېدو پر مهال له دوى سره ناوړه چلند شوى او له ستنېدو وروسته هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

سيد احمد، چې تازه له ايرانه راستون شوى ازادي راډيو ته يې وويل: "خپله څو ورځې مخکې له ايرانه وويستل شوم، څوک چې اسناد لري ١٠٠ ميليون ورکړي مشکل نه‌شته که‌نه نو ډيپورټ کېږي، په ټوله لاره کې څوک چې پيسې نه‌لري وهل او ټکول کېږي، که ورځ وي تر مشهده ٥٠٠زره او که شپه وي يو ميليون تومنه د لارې کرايه اخلي او له مشهده ١٠٠ زره تومنه اخلي، په ټوله لاره کې موټر چلوونکي په زوره د هوټلونو مخکې درول کېږي چې ډوډۍ وخوري، يو ټوټه غوښه خامې وريژې وي د غلامانو په شان چلند کوي."

سيد احمد دغه راز ادعا کوي چې افغانستان ته له ستنېدو وروسته ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

يو بل افغان کډوال چې تازه له پاکستانه ستون شوی او د موضوع د حساسيت له امله نه‌غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "ډيپورت او ظلمونه پيل شوي وو، پوليسو خلک بنديانول او موږ هم خپلې کډې بار کړې او کوم مهلت چې موږ ته راکړل شوى و خپلې استوګنې مو پرېښودې، موږ ۴٢ کاله پاکستان کې وم، زه پاکستان کې زېږېدلى يم."

دغه افغان کډوال هم وايى چې تر اوسه ورسره مرسته نه‌ده شوې.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستل کېدلو د لړۍ تېزېدو سره تازه د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې له هېواده د هر بهرني او بې اسناده وګړو ایستل يې د کار له لومړيتوبونو څخه دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

وحیدي د یکشنبې په ورځ د ايلنا خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، یو شمېر خلک د سیاحتي ویزو په وسیله ایران ته دننه شوي او د ويزو د مودې له پای ته رسېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته نه‌دي ستانه شوي.

په ایران کې بې ‌سناده کډوالو لویه برخه افغانان دي.

پاکستان هم د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې له‌دې هېواده د بې‌اسنادو افغان کډوالو د ایستلو هڅې چټکې کړي چې لا هم دوام لري.

په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د طالبانو د حکومت د بياځلي واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د امنیتي ګواښونو، د پناه غوښتنې د کېسونو د بشپړولو، بې‌کارۍ او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو لپاره ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG