د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

یو شمېر افغان کسبګر او کارګران د کار له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

یو شمېر کسبګر او کارګران چې ورځنۍ مزدوري کوي د کار له نشتوالي شکایت کوي.

د کابل ښار د سر چوک له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه کې په ډېر شمېر سره کارګران چې اکثره یې ځوانان دي، دلته د ورځنۍ مزدورۍ لپاره راټولېږي چې ماښام څو نقدې پیسې ترلاسه او خپلو کورونو ته خواړه او ډوډوۍ یوسي.

خلک هم د اړتیا وړ کسبګرو او کارګرانو پسې همدلته راځي.

د کار غوښتونکو شمېر زیات، خو شکایتونه موجود دي چې کار کم دی.

د کابل ښار اوسېدونکی ۵۰ کلن محمد امان ازادي راډیو ته وویل: "چوک سر ته ځو، کله کار وي کله نه، یوه ورځ کار وي ۵ورځې وزګار یم، د ورځې کله ۳۰۰ کله ۲۵۰ افغانۍ مزدوري وي، هېڅ هم پرې نه کېږي، ګوزاره مو پرې نه کېږي، اته ولادونه مې دي، نور څوک د کار نه لرم، ورور مې شته زه هغه ته، هغه ما ته حیران دی."

ارشیف: د کابل ښار د ګڼې ګوڼې یوه سیمه
ارشیف: د کابل ښار د ګڼې ګوڼې یوه سیمه

د کابل ښار بل اوسېدونکی محمد نبي هم ورته شکایت لري او وایي، له همدې امله اوس د یو چا ټکسي موټر په مزدورۍ چلوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "مخکې مې په چوک کې مزدوري کوله، اوس یو ټکسي موټر په مزدورۍ چلوم، هغه هم کله کار وي کله نه وي، موټر عوارض (خرابي) کوي، په یوه ټېله مې مقصد د کورنۍ اقتصاد روان کړی، د چوک سر کې مې غریبي نه کېدله ان د یو ناروغ درمل مې په نه کېدل، اوس دا پردی موټر چلوم، چې۲۰۰ افغانۍ وګټم سل هغه اخلي سل یا ۵۰ ما ته راکوي."

دا یوازې کابل نه دی، بلکې ځینو نورو ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار اوسېدونکی ۲۸ کلن رباني وایي، دی هم له هڅو سره سره پوره اوونۍ کار نه شي موندلی.

هغه زیاتوي: "زما مور او پلار دایمي ناروغان دي، ساه لنډي لري، اته کسه کورنۍ مې ده، ورور مې وړوکی دی، مزدوري کله وي کله نه، دلته دیاړي کوم، د سړک پر سر لرګي ماتوم، یو من لرګي ۵ افغانۍ ماتوم، نو په دې نه شم کولای چې مور او پلار مې ډاکتر بوځم، ډېرو ستونزو سره مخ یو."

همدا تېره اوونۍ ازادي راډیو له کندهار ولایت هم د ورته ستونزې په اړه راپور درلود.

د ازادي راډیو هڅه وکړه د دغو خلکو د اندېښنو او په ټول افغانستان کې د اوزګارو خلکو د وضعیت او د دوی ستونزو ته د رسېدو په اړه د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي نظر واخلي، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې د روان کال د جون میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري په مشرۍ یو پلاوي د روسیې سنپټرزبورګ په ۲۷مه ناسته کې روسیې ته د افغان کارګرو د قانوني لېږد په اړه طرحه وړاندې کړې وه، خو د دې طرحې د جزییاتو په اړه یې څه نه وو ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ډېرې شوي او ډېری افغان ځوانان هم د کار په لټه په ګواښونو او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته غیرقانوني سفرونه کوي.

ارشیف: د ایران او ترکیې سرحدي سیمه. په دې لارو افغان کډوال ځانونه ترکیې له لارې اروپا ته رسوي.
ارشیف: د ایران او ترکیې سرحدي سیمه. په دې لارو افغان کډوال ځانونه ترکیې له لارې اروپا ته رسوي.

تازه قحطۍ لپاره د لومړنيو خبرداريو د سيستمونو شبکې یا "ایف‌اي‌ډبلیو‌ایس نېټ" شنبه د جولای په ۶مه په خپل یو راپور کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ۲۰۲۱م کال راهیسې اقتصادي فعالیتونه محدود، د خراب اقتصادي وضعیت له امله د کورنیو اړتیاوې زیاتې او په ښاري او کلیوالي سیمو کې د بې وزلو کورنیو عایداتي سرچینې او تنخواګانې کمې شوې دي.

دغې شبکې ویلي، د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر میاشتې راهیسې له هغه مهاله چې له ایران او پاکستانه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ستانه کړل شوي، له محدود فرصتونو سره سره د کار موندنې لپاره د خلکو تر منځ سیالۍ زیاتې او د پیسو عمومي راکړه ورکړه هم کمه شوې ده چې د خلکو پراقتصاد یې خورا بد اغېز کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG