د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

پسرلی په افغانستان کې د ساختماني چارو د پيل موسم؛ خو کارګران وایي وزګار دي


له ارشیفه د یوه ساختماني کارګر تصویر
له ارشیفه د یوه ساختماني کارګر تصویر

د پسرلي موسم په ټوله کې په افغانستان کې د ساختماني کارونو په ګډون د ډېرو چارو د پیل وخت دی.

خو یو شمېر کارګران وايي، سره له دې چې د دې موسم له پیله شاوخوا یوه میاشت تېرېږي، ساختماني کارونه ساړه دي چې ورسره دوى هم ډېر اندېښمن دي.

له دوی څخه ځینو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې په تیرو څو میاشتو کې یې یوازې څو محدودې ورځې کار کړی دی.

د هرات ولايت اوسېدونکى وحيد چې په دې وروستيو کې له ایران بېرته خپل هېواد ته را ستون شوى وايي، هلته یې کار کاوه، خو افغانستان کې، ساختماني کارونه ډېر کم شوي او دی نه دى توانېدلى چې څو ورځې په پرله پسې ډول کار وکړي.

وحيد ازادي راډيو ته وويل:

"خلک اندېښمن دي چې کاروبار کم دى، ساختماني چارې نشته، پخوا ښه و، اوس کاروبار کم دى، خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي، دوه درې مياشتې کېږي چې دلته يم. ښايي له ۸تر ۱۰ورځو پورې مې کار کړی وي."

غلام سخي بیا په کابل کې د ساختماني کارونو، کارګر دی:

"زه تاسو ته د ورځني کار په اړه ووايم چې وضعیت ډېر خراب دی، موږ دلته د سهار لمانځه مال راځو، موږ د کار لپاره راځو چې څوک مو کار ته يوسي،وضعیت خراب دی، هرڅوک په دې فکر دي چې بهر ته لاړ شي، وروره ،دلته هیڅ کاروبار نشته."

مخکې به د ژمي په موسم کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د واورو، بارانونو او سړې هوا له امله ودانيزې چارې کمېدې خو د پسرلي په موسم کې به بېرته ښې شوې.

د ساختمانی شرکتونو یو شمېر خاوندان هم مني چې ساختماني چارې اوس تر ډېره په تپه ولاړې دي.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د یوه ساختماني شرکت خاوند حاجي محمد متين احمدخېل یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"تاسو پوهېږئ هغه وخت مسلکي کارګران وو، غیر مسلکي کارګرانو ته د ورځې معاش ورکول کېده، هغه کارګران چې د اوبو رسولو، برېښنا، سيم تاو، قالب بندۍ او رنګمالۍ برخوکې یې کار کاوه ښې پیسې یې ترلاسه کولې، کار يې روان و اوس کار نشته او دغه کسان هم بى کاره دي".

نوموړی دا ادعا هم کوي چې د طالبانو له حکومت سره د یو شمېر شرکتونو د پانګې د بندېدو له امله د دغو شرکتونو کاروبار له ماتې سره مخ دی، هغه چې په ټکو یې د جمهوریت پر مهال دوی د تضمین په ډول دولت سره ایښي وو.

د نوموړي د دې د ادعا او د کارګرانو د اندېښنو په اړه مو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم وپوښت، خو د راپور تر خپرېدو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې به د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاته شي.

XS
SM
MD
LG