د سړې هوا او د بې روزګارۍ له امله د کندهار یو شمیر اوسیدونکي سخت اندېښمن دي او له ګڼو اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.
د سړک په سر کار ته انتظار دغه کارګران د طالبانو له حکومت او موسسو څخه د دوامداره کار غوښتونکي دي.
دا په داسي حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د سره صليب نړيوالې کمېټې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې بې کاري زياته شوې او ډېری کورنۍ د خپلو لومړنيو اړتياوو د پوره کولو وس نه لري.
په دې اړه زموږ د همکار راپور، د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ: