په کندهار کې د یو شمېر ولسوالیو زدهکوونکي او ښوونکي وايي، ډېری ښوونځي ترمیم ته اړتیا لري چې اوس هم دوی په یخ او دوړو کې زده کړې کوي او که پر وخت ترمیم نه شي، پر زده کړو به یې منفي اغېزې وکړي.
بلخوا کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولان وايي، روان کال کې يي ۸۹ ښوونځي د موسسو په مرسته ترمیم کړي او د ۳۱ نورو د ترمیم چارې رواني دي.
نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: