د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ جوړوي


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ جوړې کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو معین عبدالله مختار د پنجشنبې په ورځ په کابل کې 'ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام' په غونډه کې وویل چې دغه وزارت، د ۲۷ ولسوالیو حدود 'حدود اربعه' هم ټاکلي، چې په خبره يې پخوا تصویب شوې وې.

عبدالله مختار زیاتوي چې د طالبانو حکومت سل نوي کلي هم جوړ کړي دي.

هغه وویل: "د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سل کلي نوي جوړ شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د لومړي معينيت په چوکاټ کې تقریباً د څلوېښتو ولسوالیو د تاسیس پلان لري او په لنډ وخت کې به هېوادوال ترې ګټه پورته کړي. ٢٧ ولسوالۍ چې پخوا منظورې شوي وې، د مرکزونو په شمول یې حدود ټاکل شوي او منظور شوي."

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو معین وايي چې په اداري واحدونو کې د بدلونونو موخه خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي او زیاتوي چې یو شمېر ولسوالۍ یي هم بدلې او یا یوځای کړي دي.

د عبدالله مختار د خبرو پر بنسټ، د طالبانو حکومت د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ د ده په خبره د خلکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د بادغیس له ولایت سره او د سمنګان نایب اباد ولسوالۍ د بلخ ولایت سره یوځای کړه.

د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ
د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ

که څه هم نوموړي په ډاګه نه کړه چې دغه ۴۰ ولسوالۍ به د افغانستان په کومو ولایتونو کې جوړې شي، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې په هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، بلخ، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار ولایتونو کې د ۲۷ ولسوالیو د جوړولو په اړه ویلي وو.

د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د سیمه ییزو ارګانونو د اداري واحدونو پخوانی رییس عبدالغیاث وردک ازادي راډیو ته د خلکو پر ژوند، د نویو ولسوالیو یا اداري واحدونو د جوړېدو د اهمیت په اړه وویل: "اداري واحدونه که هر څومره په افغانستان کې زيات شي، د امارت په ګټه دي د خلکو په ګټه دي، ځکه چې افغانستان یو صعب العبور هېواد دی، په هره سیمه کې غرونه دي، کوتلونه دي، ډېری خلک نه شي تللی، اداري واحدونه له لرې پرتو سیمو څخه ډېر لرې دي. که اداري واحدونه زیات شي، دا به د خلکو په ګټه وي، د امارت په ګټه به وي، که ښوونځي زیات شي، کلينيکونه زیات شي، د افغانستان پرمختګ ته به ډېره ګټه ورسوي."

خو ړنګ شوي جمهوري نظام د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې یو شمېر نورو پخوانیو کارکوونکو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو چې په افغانستان کې نوې ولسوالۍ له علمي ارزونې او ټولنیزو شرایطو پرته جوړې شوي او طالبان د امتیازاتو د اخیستو او د خپلو پلویانو د ګومارلو لپاره په اداري واحدونو کې نوې ولسوالۍ جوړوي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د ولسوالیو، اداري واحدونو او کلیو د زیاتوالو اعلان کوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۳۶۴ رسمي ولسوالۍ او ۲۸ موقتي ولسوالۍ شته او په دې ۶۷ نویو ولسوالیو سره په افغانستان کې د ولسوالیو شمېر ۴۵۹ ولسوالیو ته رسېږي.

په ړنګ شوي جمهوري نظام کې د ولایتونو، ولسوالیو او ښاروالیو چارې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له صلاحیتونو څخه وې، خو د طالبانو له بیا رامنځته کېدو وروسته دغه اداره منحل شوه.

XS
SM
MD
LG