د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

فقر او بې‌وزلي؛ امکا: څه باندې ۱.۲ میلیون افغان ماشومان په درنو کارونو بوخت دي


ارشیف: د کندهار د خښتو یوه کارخونه کې ماشومان د کار پر مهال
ارشیف: د کندهار د خښتو یوه کارخونه کې ماشومان د کار پر مهال

په افغانستان کې د کارګرانو یوه ټولنه وايي، په دغه هېواد کې یو میلیون او دوه لکه ماشومان په درانه کارونو بوخت دي.

په افغانستان کې د کارګرانو یوه ټولنه وايي، ګڼې کورنۍ مجبوره شوي چې په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي او د دغو کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

امکا یا د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې مشر معروف قادري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې افغانستان، د ماشومانو لپاره ناوړه ځای وباله.

هغه وویل: "افغانستان د ماشومانو لپاره یو خورا خطرناک او د تیاره راتلونکی لرونکی هېواد دی. تاسې پوهېږئ چې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون او دوه سوه زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي چې هم په رواني او هم فزیکي لحاظ پر دغو ماشومانو ناوړه اغېز کوي."

ارشیف: د کندهار په یوه څنډه کې یو ماشوم د خښتو څمولو پر مهال لیدل کېږي.
ارشیف: د کندهار په یوه څنډه کې یو ماشوم د خښتو څمولو پر مهال لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، په وروستیو کې په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ د عوایدو له کمښت سره مخامخې دي.

په کابل کې د نجیب الله په نوم یو زلمی مجبوره شوی، د بې‌وزلۍ له کبله پر لارو سړکونو لاسي ګاډۍ وچلوي.

هغه وویل: "ټوله ورځ پر سړک لاسي ګاډۍ چلوم. د دوو ډوډیو پیسې هم نه شم پیدا کولی. د ښوونځي فیس نه شم برابرولی، غریبي او کار نه شته."

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف په غبرګولي یا جوزا میاشت کې ویلي وو: "په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې کار کوي. له دې ډلې ۲۲ فیصده یې په درنو کارونو بوخت دي."

د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.
د کابل پر یوه سړک کارګر ماشومان. 01 June 2023.

رنګیزې نور د ماشومانو په ارواپوهنه کې لوړې زده کړې کړي چې وايي په ماشوم درانه کارونه کول، د ماشوم راتلونکی تباه کول دي.

نور وویل: "ماشوم یا دغه کوچنی انسان د ودې یوه مرحله لري چې ماشومتوب بلل کېږي. دا د هر انسان په ژوند کې لومړنۍ مرحله ده. چې خپله ټولنه، خپل چاپېریال، خپل طبیعت، خپل ځان او په ټولنه کې د موجودو ټولو موجوداتو پېژندل په دې مرحله کې ترسره کېږي. په ماشومتوب کې ماشوم د لوبو، خپلې تجربې او د محیط له خوا د برابر شویو زمینو له لارې دغه زده کړې کوي. په ټوله کې په ماشوم کار کول مناسب نه دی. د زده کړې لپاره په ماشوم کار کول، یا په ژوند کې دخیلول او مسوولیت ورکول دا جلا خبره ده، خو د ګټې وټې لپاره په ماشوم درانه کارونه کول، د دې ماشوم ماشومتوب تباه کول او لویېدلو ته د دې ماشوم نه پرېښودل او له ماشوم د ماشومتوب د مرحلې اخیستل دي."

د کابل یوه څنډه. د هلکانو ترڅنګ افغان نجونې هم په درنو کارونو بوختې دي. Aug. 17, 2022
د کابل یوه څنډه. د هلکانو ترڅنګ افغان نجونې هم په درنو کارونو بوختې دي. Aug. 17, 2022

د کار نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي او له دې ډلې نږدې اتیا ملیونه په درنو کارونو بوخت دي.

تېرو کلونو کې د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر شاوخوا درېیو میلیونو او اووه سوه زرو ته رسېږي، خو هغه وخت په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر کم ښودل شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG