د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ویسا: ایا ارګ او سپېدار پخوانۍ سناریو تکراروي؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د کرونا ویروس، سیاسي اختلافاتو او په رسنیو کې د طالبانو له لوري د خپاره شوي، منشور په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپانې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې، "ایا ارګ او سپېدار پخوانۍ سناریو تکراروي؟"

ورځپاڼه د یوې باخبره سرچینې په حواله ليکي چې د غني او عبدالله د ټیمونو ترمنځ پر یو لړ مسایلو هوکړه شوې، د ور ځپاڼې په باور سره له دې چې دا د ملي یووالي په نوم د ګډوله حکومت د تکرارولو په معنی ده، خو اوسني حکومت حالت او یا خدای مه‌کړه، د داوړو لورو ترمنځ د ټکر تر حالت په هر صورت دا غوره ده چې اوس سمدستي دغه سیاسي بحران ختم شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، که څه هم پخوانی ولسمشر او یو شمېر جهادي او سیاسي څېرې د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د جوړجاړي زیاتې هڅې وکړې، خو له ورایه ښکاري چې متأسفانه دواړه لوري، د دغو مشرانو تر هلو ځلو زیات د واشنګټن اشارې ته ځير دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې د طالبانو هغه منشور ته په اشارې سره چې په رسنیو کې لاس په لاس کېږي، لیکي دا منشور د طالبانو د اسلامي امارت حکومتوالي تعریفوي.

د لیکوال په اند دا منشور په ظاهر کې د طالبانو د اساسي قانون حیثیت لري.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې د طالبانو د امارت امیر په دغه منشور کې همه‌کاره او د هېواد د مشر په توګه پېژندل شوى.

هشت صبح لیکي د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې ورځ تر بلې له اندېښنو سره مخ کېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د طالبانو د منشور په یوه برخه کې راغلي، طالبان د بشر حقونه او د بیان ازادي چې دا مهال په افغانستان کې رایج دي، نه‌مني.

ورځپاڼه د سرمقالې په پای کې ټینګار کوي، حکومت او مذاکره کوونکی پلاوی چې د ارزښتونو په نوم‌لړ (فهرست) چې له طالبانو سره پرې د مذاکرتو په مېز بحث کوي، دوی په واضح ډول باید طالبانو ته ووايي چې دا فهرست د بدلون او معاملې وړ نه‌دی.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې په افغانستان کې د کرونا ویروس په اقتصادي اړخ تبصره کړې ده.

وړاندې سرمقاله کې راغلي، دا چې کرنه په افغانستان کې سنتي او انفرادي ده، کرونا ویروس به‌یې د فعالیت مخه نوره هم ډب کړي.

د لیکوال په اند له دې ګډوډ ټرانسپورتي سیستم سربېره بازار ته د کرنیزو محصولاتو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخ کېدای شي او د کرنې په سکټور به منفي تأثیرات واچوي.

وړاندې په سرمقاله کې د اقتصاد وزارت د چارواکو په قول ویل شوي چې دا مهال کارګران ۵۹ فیصده زیان منونکي حال دا چې شااوخوا ۷ لکه کسان خپلې چارې له ورځنیو کارونو پوره کوي.

د لیکوال په اند که چېرې بازارونه قرنطین شي د دې خلکو ورځنۍ چارې به په ټپه ودرېږي.

د سرمقالې لیکوال په حکومت غږ کوي چې د لومړنیو په ځانګړې توګه د خوراکي موادو په مرستې سره د دغه بې‌وزله خلکو ژوند وژغوري.

XS
SM
MD
LG