د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د بریتانیا نوی صدارعظم: بدلون ته لېواله یم او ګوند به مو بل ډول سیاست وکړي


د بریتانیا صدراعظم او د کارګر ګوند مشر سټارمر
د بریتانیا صدراعظم او د کارګر ګوند مشر سټارمر

د بریتانیا نوي صدراعظم روانډا ته د زرګونو کډوالو د استولو پرېکړه واخیسته.

د بریتانیا نوي صدراعظم د شنبې په ورځ د خپلې دندې په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د روانډا افریقایي هېواد ته د مهاجرینو د استولو لپاره د پخواني حکومت جنجالي پلان به لغوه شي او د نوي حکومت اصلي تمرکز به پر اقتصادي وده وي.

د بریتانیا د کارګر ګوند مشر سټارمر د جمعې په ورځ د جولای د پنځمې نېټې په انتخاباتو کې په پرېکنده بریا سره په دغه هېواد کې د محافظه کارانو څوارلس کلنه واکمني پای ته ورسوله.

هغه د شنبې په ورځ وویل چې بدلون ته "لېواله" دی او د ده د ګوند ماموریت دی چې بل ډول سیاست وکړي.

هغه په موسکا او د کابینې د غړو د تشویق په ترڅ کې وویل: "موږ د ترسره کولو لپاره ډېر کارونه لرو، نو راځئ چې پیل یې کړو."

د بریتانیا نوي صدراعظم وروسته په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې روانډا ته د پناه غوښتونکو د استولو په وسیله د برېتانیا جنوبي سواحلو ته د کډوالو د کوچنیو بېړیو د راتګ د مخنیوي لپاره به د محافظه کارانو پلان ته دوام ورنه کړي.

سټارمر د لندن په لسم ډاونینګ واټ کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل: "د روانډا پلان تر پیل کېدو مخکې ناکام او مړ شو. زه نه غواړم هغو چلونو ته دوام ورکړم چې مخنیوونکي نه دي."

په بریتانیا کې د غیرقانوني پناه غوښتونکو په شمېر کې د زیاتوالي له کبله، د هېواد محافظه کار ګوند تر فشار لاندې دی چې ستونزې ته د حل لاره ومومي.

افریقایي هېواد روانډا ته د دغو مهاجرو د استولو په اړه د محافظه کارانو نظر هم نه دی توانېدلی چې ستونزه حل کړي.

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ډلو د ریشي سوناک حکومت دا اقدام د بشري حقونو سرغړونه بللې او د کډوالو د ایستلو ملاتړي شکایت کوي چې روانډا ته یوه الوتنه هم نه ده استول شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې وکیلانو ویلي دي چېو د ختیځې افریقا په روانډا کې کډوال هغو هېوادونو ته د اجباري اخراج له احتمال سره مخامخ دي چې ژوند یې په خطر کې دی.

په ۲۰۲۳م کې، له ۲۹زره څخه ډېر پناه غوښتونکي په وړو کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي چې په ۲۰۲۲ کې د نژدې ۴۶ زره بې ساري شمېر یا ریکارډ څخه کم دي.

سږ کال تر لسو زرو زیات پناه غوښتونکي بریتانیا ته رسېدلي دي.

د دغو کډوالو په منځ کې ګڼ شمېر افغانان هم شامل دي.

بریتانيا هر کال د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د پروسس لپاره له درې میليارده پونډو څخه زيات لګښت کوي او په هوټلونو او نورو ځايونو کې د دغو کسانو د استوګنې لګښت د ورځې اته ميليونه پونډه ورکوي.

له کې یر سټارمر سره په لومړۍ مناظره کې، ریشي سوناک وویل چې که د اروپا د بشري حقونو محکمه وغواړي چې د پناه غوښتونکو د لېږلو د پلان پر وړاندې ودرېږي، نو هغه به د اروپا د بشري حقونو له تړون څخه ووځي او دا اقدام به د "ملي امنیت لومړیتوب وګڼي."

له بلې خوا سټارمر وویل، د کارګر ګوند له خوا جوړ شوی حکومت به له نړیوالو تړونونو او نړیوالو قوانینو څخه ونه وځي، ځکه هغه غواړي چې بریتانیا په نړۍ کې یو عزتمن لوبغاړی وي.

اقتصادي ستونزې، د ژوند د لګښتونو زیاتوالی، د کورونو د کرایې او اخیستلو د بیې لوړوالی، د کډوالۍ کړکېچ، مالیې او همدارنګه د روغتیايي خدماتو مسئلې د بریتانیا د انتخاباتو په بهیر کې له مهمو بحثونو څخه وې.

د بریتانیا نوي صدراعظم سټارمر د شنبې په ورځ د خپل هېواد پر اقتصادي ودې او له ناټو سره پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او د خپلې دندې په لومړۍ ورځ یې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ګډون د نړۍ له مشرانو سره خبرې وکړې.

سټارمر به راتلونکې اوونۍ په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره له صدراعظم کېدو وروسته لومړنی بهرنی سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG