د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

لوپېن: د ملي لاریون  ګوند لا هم دا توان لري څو په پارلمان کې قاطع اکثریت وګټي


د فرانسې د تندلاري ملتپال ګوند مشره ماري لوپېن
د فرانسې د تندلاري ملتپال ګوند مشره ماري لوپېن

د فرانسې د تندلاري ملتپال ګوند مشره ماري لوپېن وايي چې د ملي لاريون په نوم د دې ګوند لا هم دا توان لري چې په پارلمان کې قاطع اکثریت وګټي.

د فرانسې د ملي لاریون د تندلاري ملتپال ګوند مشرې ماري لوپېن چې مخکې له دې یې درې ځلې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ګډون کړی، وايي چې د دې ګوند لا هم دا چانس لري چې د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې قاطع اکثریت وګټي.

هغې له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي ځکه د دې په وینا دا شېبه په ټولو هغو سیاستونو کې د بدلون لپاره مهمه ده چې خلک ترې ناراضه دي.

د مېرمن لوپېن ګوند د جون په دېرشمه د انتخاباتو په لومړي پړاو کې مخکښ شو، خو پرون یوې نظرپوښتنې وښوده چې دا ګوند به د جولای په اومه د فرانسې د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې اکثریت څوکۍ ونه ګټي.

که د ملي لاریون ګوند د فرانسې د ملي شورا له ۵۷۷ څوکیو څخه ۲۸۹، چې د اکثریت لپاره حتمي دي وګټي نو وبه کولای شي چې حکومت جوړ کړي او په پایله کې به یې دا ولسمشره او جوردان باردېلا چې دا یې ملاتړ کوي، صدراعظم شي.

خو د هغې نظرپوښتنې له مخې چې د مېرمن لوپېن د مخالفو ګوندونو له یووالي وروسته خپره شوه د هغې ګوند به دا څوکۍ پوره نه کړي.

د فرانسې په انتخاباتو کې د تندلاري ملتپال ګوند احتمالي بریا یو شمېر افغانان چې په فرانسه کې اوسېږي، اندېښمن کړي، ځکه نوموړی ګوند د کډوالو او مسلمانانو پرضد د افراطي پالیسیو په عملي کولو تورن دی.

یوه افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، د خپلې سیاسي پناه د ردېدو د احتمال په اړه آزادۍ راډیو ته خپله وېره څرګنده کړه.

هغه وویل: "که چېرته دا ګوند بریالی شي نو زما په ګډون له ډېرو سره دا اندېښنه شته چې کېدای شي رد ځواب واخلي او د هغو کډوالو لپاره لا ډېره ستونزمنه ده چې په قاچاقي لارو تر فرانسې پورې راځي."

د ولسمشر ایمانویل مکرون او د کيڼپالو پراخ ائتلاف د تېرې یکشنبې په ورځ د مېرمن لوپېن پر ضد د ګډو هڅو په ترڅ کې خپل شاوخوا دوه سوه کاندیدان د انتخاباتو له دوهم پړاو څخه وایستل څو د نوموړې د ګوند ماته یقیني کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

مېرمن لوپېن په خپلو نننو خبرو کې دا ومنله چې د مکرون او نورو ګوندونو دا پرېکړه چې له انتخاباتي حوزو څخه یې خپل کاندیدان وایستل ښايي د دې سبب شي چې دا د قاطع اکثریت په ګټلو کې پاتې راشي.

د هریس انټراکتیف موسسې له‌خوا شوې نظرپوښتنه چې په چلینجیز مجله کې خپره شوه، اټکل کوي چې لوپین او متحدان به یې په ملي شورا کې د ۱۹۰ او ۲۲۰، د این‌ایف‌پي NFP په نوم ائتلاف به د ۱۵۹ او ۱۸۳ او د مکرون په مشرۍ ائتلاف به د ۱۱۰ او ۱۳۵ ترمنځ څوکۍ وګټي.

XS
SM
MD
LG