د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

فرانسه: د اذربایجان ځواکونه دې د ارمنستان له خاورې ووځي


د اذربایجان ځواکونه
د اذربایجان ځواکونه

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون له اذربایجانه غوښتنه وکړه چې خپل ځواکونه د ارمنستان له خاورې وباسي.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کېږي چې د اذربایجان او ارمنستان د پولې په اوږدو کې یو لړ پېښو په سیمه کې کړکېچ اوج ته ورساوه.

مکرون پرون سې شنبه (د غبرګولي ۱۱مه) په پاریس کې د ارمنستان د سرپرست صدراعظم نیکول پاشنیان کوربه و او له دواړو ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې خپلې پولې د مذاکرو له لارې له کوم پوځي اقدام پرته تثبیتې کړي.

د فرانسې د ولسمشر په خبره، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ تر سختو جګړو وروسته د نافذ شوي اوربند د دوام لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا ده.

د فرانسې ولسمشر مکرون په پاریس کې د ارمنستان د سرپرست صدراعظم نیکول پاشنیان کوربه و
د فرانسې ولسمشر مکرون په پاریس کې د ارمنستان د سرپرست صدراعظم نیکول پاشنیان کوربه و

فرانسه د ارمنستان له نږدې متحدانو ګڼل کېږي او په وار- وار یې له دغه هېواده خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

ارمنستان تېره میلادي میاشت ویلي و چې د اذربایجان ځواکونه یې څو کیلومتره خاورې ته ننوتلي دي، خو اذربایجان ټینګار وکړ چې ځواکونه یې د دواړو هېوادونو په سرحد کې په خپلو مورچلونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ترهغه وروسته دواړو هېوادونو یو او بل د اوربند په ماتولو تورن کړل او یو او بل یې د پولې په اوږدو کې د ځینو پېښو مسوول وبلل. دغو پېښو د سیمه ییز کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنې ولاړې کړې وې.

دواړو هېوادونو تېرکال هم د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ پر سر په خپلو کې د شپږو اوونیو لپاره جګړه وکړه چې په هغې کې د لږ تر لږه ۶۹۰۰ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شو.

هغه جګړه په نوومبر میاشت کې د روسیې په منځګړیتوب پای ته ورسېده او د اوربند د څارنې لپاره ۲۰۰۰ روسي سوله ساتي وګمارل شول.

فرانسه د ارمنستان تر څنګ ولاړه ده او دغه کار ته به دوام ورکوي.

د اوربند د موافقې له مخې ارمنستان د ارمني بېلتونپالو تر ولکې لاندې ځینې سیمې چې د جګړې په وخت کې لاندې کړې وې، اذربایجان ته وسپارلې، هغه اقدام چې د ارمنانو غوسه یې وپاروله او ځینو کسانو په مظاهرو لاس پورې کړ.

لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ چې په نړیواله سطحه د اذربایجان د برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوې، د ۱۹۹۰یمو کلونو له لومړیو په خټه د ارمنانو په کنټرول کې ده.

د یریوان او باکو ترمنځ روان کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې په ارمنستان کې تر وخت مخکې پارلماني ټاکنې د جون میاشتې شلمې ته پلان شوې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون سې شنبه د ارمنستان له سرپرست صدراعظم نیکول پاشنیان سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل، فرانسه د ارمنستان تر څنګ ولاړه ده او دغه کار ته به دوام ورکوي.

پاشنیان له اذربایجان سره د شخړو له پیله د فرانسې د همکاریو مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG