د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

پاکستان کې مېشتو افغانانو د پېښور محکمې له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ؛ محکمې څه پرېکړه کړې؟


د پېښور د عالي محکمې ودانۍ
د پېښور د عالي محکمې ودانۍ

د خیبر پښتونخوا د پېښور سترې محکمې امر کړی هغه پاکستانۍ یا افغانې ښځې چې له پاکستاني او افغان وګړو سره یې ودونه کړي، د دواړو هېوادونو د تابعيت ساتلو حق لري.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانانو چې له پاکستانیانو سره یې خپلوۍ کړي، که څه هم د پېښور د محکمې له وروستۍ پرېکړې خوښ دي، خو وايي، په کراتو داسې شوي چې په دې برخه کې پر کړو ژمنو عمل نه دی شوی.

د رحمت‌الله په نوم یو افغان، چې مېرمن یې پاکستانۍ ده، وايي چې خپل ټول ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی، خو د پېښور د محکمې له پرېکړې سره سره دی لا هم د دغې پرېکړې د عملي کېدو په اړه مطمئن نه دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زما مېرمن پاکستانی ده، حکومت ډېره ښه پرېکړه وکړه، دې ته موږ له ډېرې مودې په تمه وو، خو غوښته مو دا ده چې په دې برخه کې نور هم اساني رامنځته شي او دغه پرېکړه عملي شي، که خدای مه‌کړه بیا هم حکومت موږ زور وباسي نو ډېرې ستونزې به جوړي شی."

دا په داسې حال کې ده چې تازه یو شمېر پاکستانیو رسنیو د پېښور د سترې محکمې د پرېکړې له مخې خبر ورکړی چې هغه جوړې چې یو اړخ یې افغان وي د دواړو هېوادونو د تابعيت ساتلو حق لري.

ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د بایومیټریک اخیستلو پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې پولیس د افغان کډوالو د بایومیټریک اخیستلو پر مهال

د محکمې د پرېکړې له مخې د داسې کورنيو اولادونه چې عمرونه یې ۲۱ کالو پورې وي هم کولای شي خپل دواړه تابعیتونه وساتي، خو دغه عمر ته له رسېدو وروسته به دواړو تابعیتونو کې يو انتخابوي.

د پېښورعالي محکمې دا پرېکړه له هغې وروسته کړې چې په دې تړاو ۶۵ داسې عريضې ورته وړاندې شوې وې چې مېرمن او مېړه کې يو یې پاکستانی وګړی و او په‌کې له پاکستان حکومته دوی او اولادونو ته يې د تابعيت ورکولو غوښتنه مطرح شوې وه.

د محکمې پرېکړه کې دا امر هم شوی چې که مېرمن او مېړه کې يو هم د پاکستان تابعيت لري، نو بل ته لومړی د پاکستان "اوريجن کارډ" سند او وروسته دې د قانون له مخې تابعيت ورکړل شي.

په ورته وخت کې په پېښور کې یوې وکيلې ميرمن مهوش محیب له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د پېښور محکمې دغه پرېکړه به تر یو بریده د افغان کډوالو ستونزې حل کړي، خو لا هم ډېری داسې موارد شته چې باید د حل لارې ورته وموندل شي.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ چې څومره پاکستانیانو له افغانانو سره ودونه کړي، ډېرو ستونزو سره مخ وو، په دې کې ځینو طلاقونه ورکړل، ځکه چې له یوبل سره یې لیده کاته نه کېدل، مېړه به یې په یوه هېواد کې او مېرمن به یې په بل هېواد کې و، اولادونه به یې بې برخلیکه و، د محکمې پرېکړې تر یوه بریده دا ډول ستونزې حل کولای شي."

که څه هم په پاکستان کې د هغه افغانانو شمېر دقیق نه دی معلوم چې په پاکستاني وګړو سره یې خپلوۍ کړي، خو په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو ځینۍ استازي ادعا کوي چې یوازې په دې ایالت کې یې شمېر ۱۸۰کورنیو ته رسېږي.

په پېښور کې د افغان کډوالو یوه استازي ازادي راډيو ته وویل: "داسې کورنۍ چې په پاکستان کې یې له پاکستانیانو سره خپلوۍ کړي شمېر یې لسګونه او سلګونو ته رسېږي، د دوي په هکله دغه پرېکړه موږ ستایو، خو وګورو چې څومره دغه پرېکړه عملي کېږي. د کډوالو ډېری ستونزې لا هم پرخپل ځای دي او غوښتنه مو دا ده چې په اړه یې د پام ګامونه پورته شي."

دوی په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د نورو ستونزو د حل غوښتنه هم کوي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې وروستیو کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ به د پخوا په څېر دوام ولري.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

که څه هم د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې په دې برخه کې له نرمښته کار واخلي، خو د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي چې یوازې هغه افغان کډوال چې د "پي‌اوآر" کارتونه لري، د کارتونو د اعتبار موده به یې د ۲۰۲۵م کال تر جون میاشتې تمدید شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ویستلو د لړۍ د درلو په اړه له هېڅ لوري سره هوکړه نه ده شوې او دغه لړۍ به روانه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG