د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

کندهار کې د بېرته راستانه شویو کډوالو ستونزې؛ دوی د سرپناه له نشتوالي شکايت کوي


د افغانستان سویل کې د کډوالو خېمې
د افغانستان سویل کې د کډوالو خېمې

په کندهار کې یو شمېر بېرته راستانه شوي کډوال چې په خېمو کې ژوند کوي، له ستونزو شکایت کوي.

دوی وايي چې سرپناه نه لري او د سختې ګرمۍ له امله ناروغان شوي دي.

۷۰ کلن محمد هاشم د خپلې کورنۍ سره یوځای ۷ میاشتې وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستون شوی او دلته د کندهار ښار په ختیځه څنډه کې په خیمه کې اوسېږي.

محمد هاشم وايي چې هېواد ته د راستنېدو سره سم دلته په پردۍ ځمکه په خېمه کې ژوند کوي، ځکه خپله مېنه نه لري او نه هم دومره توان لري چې کور کرایه کړي.

د ده په خبره، یوځل سړې هوا او بارانونو او اوس هم ګرمۍ سخت په تکلیف کړی او د اقتصادي ستونزو له کبله د هوا د یخولو وسایل نه لري.

محمد هاشم زیاتوي: "اوس مې اوه میاشتي پوره کېږي چې له پاکستانه راغلی یم دلته مې اړولي، په ژمې کې د بارانو اوبو ډوب کړو په دوبي کې له ګرمۍ څخه مرو٬ دا مو خپل وطن دی خو په خپل وطن کې داسې ژوند کوو. غوښتنه مې داده چې دولت موږ ته ځمکه راکړي یا دي دایمي د اوسېدو ځای."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې کندهار ته رسېدلي
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې کندهار ته رسېدلي

په دې سیمه کې د محمد هاشم په څېر لسګونه نور راستانه شوي کډوال د استوګنې لپاره مناسب کورونه نه لري او په موقتي سرپناوو کې چې اکثره یې خېمې دي، اوسېږي چې د ژوند لپاره مناسبه نه دي.

د حکمت الله همت او سردار محمد په نومونو دوه نور کډوال وايي، د څښاک د پاکو اوبو په شمول روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې د دوی ژوند سخت شوی دی.

دوی زیاتوي چې د طالبانو حکومت او نړیوال مرستندویه بنسټونه باید په ګډه د کډوالو لپاره د کار فرصتونه او د تعلیم او روغتیا خدمات برابر کړي چې تر ټولو جدي مسئله یې دوی ته د دایمي سرپناه غم خوړل دي.

حکمت الله زیاتوي: "شپږ میاشتې کېږي چې له پاکستان څخه راغلي یوو، بې کاره یو کارونه نه شته، د څښاک اوبه نه لرو، ګرمي زیاته ده ،په خېمو کې پراته یوو، سرکاري ځای دی دلته مو هم نه پرېږدي."

سردار محد زیاتوي : "اته میاشتي کېږي چې راغلي یوو، په خېمو کې پراته یو ګرمۍ پاخه کړو، بې کاري ده کار نه شته."

د طالبانو د حکومت دریځ

په ورته وخت کې په کندهار کې د طالبانو حکومت مسوولان وایي چې د بېرته راستانه شویو کډوالو د سرپناه او نورو اړتیاوو په اړه به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته هر اړخیز اقدامات ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت د کندهار د کډوالو چارو ریاست د بېرته راستانه شویو د مېشتېدنې امر مولوي نعمت الله الفت وايي چې دوی هڅه کوي د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ د کډوالو د سرپناه په ګډون د هغوی ستونزې حل کړي.

نعمت الله الفت زیاتوي: "په دامان او پنجوايي کې د کډوالو لپاره دوه ښار ګوټې په نظر کې نیول شوي، نقشې یې پاس شوي او خط اندازي يې روانه ده انشا الله په نژدې راتلونکې کې به يې د سرپناه ستونزه حل شي."

د کډوالو د راستنېدو بهیر
د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې پاکستاني چارواکو له خپلې خاورې په زور د افغان کډوالو د وتلو لپاره یو شمېر ګامونه پورته کړل چې له امله یې افغانستان ته د افغان کډوالو بهیر پیل شو.

د راپورونو له مخې تر اوسه لږترلږه شپږ نیم لکه افغانان له پاکستان ایستل شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

راغلي کډوال دوی ته د دایمي سرپنا، پاکو اوبو، روغتیایي او تعلیمي اسانتیاوو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG