د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

د "پي‌ټي‌ايم" ادعا: جرمني کې د پاکستان پر قونسلګرۍ بريد يوه پلان شوې دسيسه وه

د جولای ۲۰مه شنبه ماښام په ټولنیزو رسنيو کې یوه ویډیو خپره شوه، چې په‌کې یو شمېر خواشيني او قهرجن اعتراض کوونکي د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان د قونسلګرۍ ودانۍ ته ننوځي او د دغه هېواد بیرغ کښته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوولين چې د جرمني په فرانکفورټ ښار کې يې د تېرې شنبې په ورځ د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته اعتراض او لاريون کړى، ادعا کوي چې پر قونسلګرۍ بريد د ځينو سخت دريځو له‌خوا چې د دوى د معترضاتو له ډلې، نه وو له مخکې پلان شوی وو.

وروسته له هغې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ مخې ته د "پي‌ټي‌ایم" د غړو او یو شمېر افغانانو اعتراضونه افراطي وبلل او هغه یې وغندل، اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوولين چې، د دې اعتراض او لاريون جوړونکي وو ادعا کوي چې دا د پاکستان د حکومت له لوري پلان شوې دسيسه وه.

دوى زياتوي، د جرمني له پولیسو څخه د قونسلګرۍ مخې ته د اعتراض له اجازې وروسته په پام کې وه چې د پاکستان د قونسلګرۍ مخې ته به سوله‌ییز اعتراض کوي، خو نامعلوم کسان د دوی ډلې ته ننوتل او پر قونسلګرۍ يې برید وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي‌ټي‌ايم" يوه مسوول او د دې اعتراض جوړونکي سلطان محمد سلطاني ازادي راډيو ته وويل: "دا پخپله د پاکستان یوه دسیسه وه، دوی دروازه خلاصه پرېښې وه، موږ نه غوښتل چې داسې وشي، هغوی چې تاوتریخوالی يې وکړ، غوښتل یې اعتراض ته بل رنګ ورکړي، قونسلګرۍ خبره وه چې موږ اعتراض کوو، خو دوی بیا هم دروازه خلاصه پرېښې وه هفه هم د شنبې په ورځ چې زموږ د اعتراض ورځ وه."

دا اعتراضونه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو غړي ګيله‌من وزير د وژل کېدو په اعتراض کې جوړ شوي وو.
دا اعتراضونه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو غړي ګيله‌من وزير د وژل کېدو په اعتراض کې جوړ شوي وو.

یوه افغان کډوال چې په دغه اعتراض کې یې ګډون درلود او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه‌غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "په‌دې لاريون کې داسې کسان هم وو، چې فساد ته يې لمن وهله، د پاکستان د قونسلګرۍ دروازې يې په پښو وهلې چې خلاصې شي دا د پاکستان پاليسۍ ده، موږ چا ته اجازه نه ورکوو او نه به هم چا ته اجازه ورکوو، چې د چا د بيرغ او کور سپکاوی وکړي زموږ په منځ کې داسې کسان و چې موږ رنګ بدي کړي."

دا ادعاوې په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي‌ټي‌ايم" مشر منظور پښتین د یک‌شنبې په ورځ د جولای ۲۱مه په خپله ایکس‌پاڼه دا برید غندلی او ادعا يې کړې چې روزل شوي کسان د ملي اعتراضونو په منځ کې د منفي تبلیغاتو د جوړېدو پلان لري.

پښتين د جرمني له ځايي چارواکو څخه غوښتي چې د دغه جنايت د عاملينو پر وړاندې اقدام وکړي.

د جولای ۲۰مه شنبه ماښام په ټولنیزو رسنيو کې یوه ویډیو خپره شوه، چې په‌کې یو شمېر خواشيني او قهرجن اعتراض کوونکي د جرمني په فرانکفورت کې د پاکستان د قونسلګرۍ ودانۍ ته ننوځي او د دغه هېواد بیرغ کښته کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه اعلاميې کې دغه برید په کلکه وغانده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه اعلاميې کې دغه برید په کلکه وغانده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه اعلاميې کې دغه برید په کلکه وغانده.

په اعلاميه کې د قونسلګرۍ په امنيت کې د جرمني د پوليسو بې‌باکي هم غندل شوي او د يا هېواد له چارواکو يې غوښتي چې پر قونسلګرۍ بريدګر ونيسي او د قانونو منګولو ته يې وسپاري.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف له‌دې پېښې وروسته افغانان بې‌پاسه [ناشکره] بللي او ویلي یې دي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جنګېدلی او اوس هم د شاوخوا څلور میلیونه افغانانو کوربه دی.

اصف په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته په اشارې سره ویلي چې، موږ باید په خپلې مېلمه پالنې باندې له سره غور وکړو.

نوموړي دا څرګندونې په فرانکفورت کې د هغه اعتراض په غبرګون کې کړي چې اعتراض کوونکو د افغانستان د بیرغونه په رپولو سره د پاکستان بيرغ را ټيټ کړى.

دغه اعتراض په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او مشهور شاعر ګيله‌من وزير د وژنې په غبرګون کې شوى و.

نوموړی د سرطان په ۱۷مه په اسلام‌اباد ښار کې د نامعلومو کسانو له لوري له برید وروسته د چنګاښ په ۲۰مه د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG