د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

خټک: ګیله‌من د مبارزې په سمبول بدل شو


ګیله‌من وزیر
ګیله‌من وزیر

د پښتون ژغورنې د مخکښ غړي ګیله­ من وزیر جنازه نن د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده څخه اوچته کړای شوه او سبا جمعه خاورو ته سپارل کېږي.

هغه د جولای میاشتې پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور تېره شپه په یوه وینا کې وویل، ګیله‌­من وزیر د جولای د ازاد خان داوړ په نامه يو تن او له هغه سره لسو یا دوولسو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی و.

وروسته له دې چې منظور پښتین پر پولیسو د دې پېښې په تړاو پر اقدام نه کولو نیوکه وکړه، د اسلام اباد پولیسو وویل چې پر ګیله‌من وزیر یې د برید دوسیه پرانیستلې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

زموږ همکار، له پخواني سناتور افراسیاب خټک څخه د مرکې په سل کې پوښتنه کړې چې د ګیله‌من وزیر وژل کېدل ایا د روانو وژنو لړۍ ده، که له نورو قضیو متفاوته ده؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:57 0:00
XS
SM
MD
LG