د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د ګیله من وزیر پر وژل کېدو غبرګونونه


ګیله من وزیر
ګیله من وزیر

یو شمېر سیاسي څېرو، مدني فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، د ګیله من وزیر په مړینه خواشیني څرګنده کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په یوه روغتون کې د ژورو ټپونو له امله تېره شبه (د جولای ۱۰ مه) ساه ورکړه.

هغه د جولای په اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې ټپي شو، درې ورځې په روغتون کې تر درملنې لاندې وو، خو تیره شپه ناوخته د سختو ټپو له امله ومړ.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، په تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر مرستیال امر الله صالح، په تېر جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل، د افغانستان په تیر جمهوري نظام کې نورو پخوانیو دولتي چارواکو او د ملي شورا پخوانیو غړو، ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک، د پاکستان د پارلمان پخواني استازي محسن داوړ، په پاکستان کې د افغانانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ، سندرغاړې ښاپیرۍ نغمې او په لسګونو نورو سیاسي څېرو او د بېلابیلو برخو فعالانو د نوموړي کورنۍ او ملګرو سره غمرازي کړې او په ویر کې یې ځانونه ورسره شریک ګنلی دی.

محمد اشرف غني نن، د جولای په ۱۱مه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې "ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وبښه."

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت هم په یوه بیان کې ګیله من وزیر د ریښتینې مبارزې یوه ستره بېلګه بللی دی.

د بېلابیلو برخو افغان فعالانو هم له ازادی راډیو سره په خبرو کې د ګیله من وزیر مړینه یوه ستره ضایعه بللې ده.

فرهنګي فعال راحت ګل زیارمل: «ډيره ستره ضایعه ده، ټول قوم، ټول پښتانه یې ودردول. دا ډیره ستره ضایعه ده دا بیرته نه راګرځي. د ده خپل بیت دی چې (تکبیر د جنازې چې ملایان راپسې وکړي، قسم نه دی چې ډير خلک ارمان راپسې وکړي) منظور پښتون نور بیخي یوازې پاتې کیږي، ګیله من ولاړ.»

د سیاسيچارو او د ښځو د حقونو فعالې، ډيوه پتنګ هم د ګیله من په اړه ازادي راډيو ته وویل: «ګیله من وزیر یو تکړه ځوان و، یو تکړه شاعر و، یو تکړه مبارز و. دې به په خپلې شاعري کې مبارزې ته ادامه ورکوله او حقیقتونه به یې بیانول. د ډيرو ځوانانو او خلکو په زړونو کې یې محبوبیت درلودل.»

د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم وو او په انترنت کې د شته معلوماتو له مخې ۲۹ کلن و.

هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی و.

نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالې شاعرۍ له امله په خلکو کې ډېر مشهور و او په خپلو شعرونو کې یې د لادرکو خلکو ویر انځور کړی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.

وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې د تورونو پر بنسټ نیول شوی و چې اته میاشتې بیا په بند کې و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین مخکې ویلي، چې ګیله من د ازاد خان دواړ او د هغه د کسانو له خوا، چې په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال دی په لرګیو او چړو پر سر وهل شوی دی.

خو د اسلام اباد د پولیسو یو ویاند تقي جواد اخوندزاده د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر حمله د "ذاتي دښمنۍ" له امله شوې ده.

ویل شوي چې نوموړی به سبا د جمعې په ورځ د شمالی وزیرستان په اسدخیلو سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاوروته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG