د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

په کابل کې د طالبانو له مخالفت سره سره سلګونو کسانو د ګیله‌من وزیر غایبانه جنازه وکړه


په کابل کې د پي ټي ایم د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر د جنازې له مراسمو یو انځور
په کابل کې د پي ټي ایم د مخکښ غړي ګیله‌من وزیر د جنازې له مراسمو یو انځور

په کابل کې د طالبانو له مخالفت سره سره د سلګونو کسانو په برخې اخیستنې د ګیله‌من وزیر غایبانه جنازه ترسره شوه.

د کابل د عیدګاه جومات مخته د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي غړي ګیله‌من وزیر د غایبانه جنازې د مراسمو ترسره کېدو ته سلګونه کسان راټول شوي وو، خو د طالب وسله‌والو له لوري اجازه ورنه کړل شوه، خو احساساتي ځوانان له مخالفت سره سره د عیدګاه پر ځای حضوري چمن ته لاړل او هلته یې د جنازې مراسم ترسره کړل.

د جنازې یو شمېر ګډون کوونکو ادعا وکړه چې وسله‌والو طالبانو پرې هوايي ډزې وکړې.

یو ګډون کوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "موږ چې کله عید ګاه ته پرې‌نه‌ښودل شو، بیا مو مشوره وکړه چې جنازه باید په حضوري چمن کې وشي، موږ چې له عیدګاه حرکت وکړ د حضوري چمن په لوري دلته خلکو د لروبر یو افغان نارې شروع کړې، دلته وسله‌والو طالبانو په تاوتریخوالي پیل وکړ، ډزې یې وکړې، وهل یې شروع کړل، د ټلیفونونو اخیستل یې شروع کړل او موږ یې ووهلو."

په کابل کې وسله والو طالبانو له مخالفت سره سره سلګونه کسانو د ګیله من غایبانه جنازه وکړه.
په کابل کې وسله والو طالبانو له مخالفت سره سره سلګونه کسانو د ګیله من غایبانه جنازه وکړه.

دی ادعا کوي چې طالبانو د جنازې له ګډونوالو تاوتریخوالی وکړ.

دی وايي، د عیدګاه تر څنګ ولاړ د طالبانو یو مشر ورته ویلي چې دوی ته د ګیله‌من د جنازې مخې د نیول کېدو ویل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه ادعا په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د دغه غایبانه جنازې یو بل ګډون کوونکي چې ده هم نه غوښتل نوم یې خپور شي، بیا وویل چې د طالبانو له سیمه‌ییزو مسوولانو سره د دغه جنازې په اړه له وړاندې خبر نه وو شریک شوی ځکه یې دوی ته اجازه نه ورکوله.

هغه وویل: "موږ چې کله عیدګاه جومات ته لاړو هلته نور ډېر کسان هم راټول شوي وو، خو طالبانو موږ ته وویل چې اجازه نه شته، موږ فکر کاوه چې ښايي یو نظم موجود وي، د جنازې یو مسوول مشر به مالوم وي، له حکومته به یې اجازه هم اخیستي وي، خو داسې نه وو شوي، دا خو د حکومت حق دی چې باید اجازه ترې اخیستل شوی وای."

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شوي مخکښ غړي ګیله‌من وزیر غایبانه جنازه د کابل په ګډون په نورو هېوادونو کې هم ترسره شوې ده.

ویل کېږي د امریکا په ګډون په ګڼو اروپايي هېوادونو او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د غایبانه جنازې مراسم ترسره شوي او سلګونو کسانو په کې برخه اخیستې ده.

ګیله‌من وزیر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د اسلام اباد په بې۱۷ سیمه کې نامعلومو کسانو سخت ټپي کړ چې وړمه ورځ ناوخته یې د اسلام اباد په یو دولتي روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د هغه جنازه نن د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخېلو سیمه کې د بې شمېره کسانو په برخې اخیستنې ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG