د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

منظور پښتین د ګیله من وزیر د جنازې په کاروان کې وویل، د صبر کاسه یې نسکوره شوې ده


د ګیله من وزیر د جنازې کاروان
د ګیله من وزیر د جنازې کاروان

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر د جنازې کاروان، چې نن د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده د شمالي وزیرستان پر لوري روان شو، د ویرجنو کسانو له لویو ډلو سره مخامخ شو.

د دغه غورځنګ غړي، مشران او ملاتړي د پنجشنبې په ورځ د ګیله من وزیر له جنازې سره مله روان وو.

په بډه بېره کې د خلکو ډلې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د دوی مبارزه به په جدیت روانه وي:

«دې سړي ځان ډېر ستر کړ. یو ځل یې نیولی و. پر بدن یې نښانونه شته چې په سپیو یې داړلی و. د برق شارټي یې ورکړې وه. زموږ ملګری و. شهادت یې قبول کړ، خو د جنرالانو ظلم ته تسلیم نه شو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د لارې په اوږدو کې څو ځایه ودرېد او د خلکو ډلو ته یې وینا وکړه او ویې ویل چې د دوی د صبر کاسه نسکوره شوې ده.

دا د یوه سیاسي فعال د جنازې لومړی لوی کاروان دی، چې له اسلام اباده د خلکو له لویې ډلې سره وزیرستان ته روانېږي او جنازه یې د هغه له وصیت سره سم د افغانستان په درې رنګه ملي بیرغ پوښلی ده.

ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې د ځینو کسانو له خوا سخت وډبول شو او درې ورځې د اسلام اباد په یوه روغتون کې بستر و، خو تېره شپه یې د مړینې خبر خپور شو.

د پاکستان حکومت د دې موضوع په باب څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې د ګیله من وزیر د جنازې مراسم سبا جمعه د هغه په پلرنۍ هدیر کې وشي.

د پخوانيو افغان ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د ګيله ­من وزیر پر مړینه خپګان ښوولی او هغه یې د پښتنو لپاره يوه ضایعه بللې ده.

XS
SM
MD
LG