د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

ګیله من وزیر له سختو ټپونو وروسته سا ورکړه


ګیله من وزیر
ګیله من وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د اسلام اباد په یو روغتون کې د اخیستو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

د یاد غورځنګ مشر منظور پشتین تېره شپه ناوخته د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پېمز) روغتون مخې ته د پي ټي اېم غړو او پلویانو ته په وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.

«که څه هم ډېر دروند ټکی دی، زما له خولې نه یې وتل ډېر مشکل دي، خو ګیله من پښتین/ ګیله من وزیر، نور زمونږ په منځ کې نشته.»

ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر وو.

منظور پشتین وايي چې وزیر د جولای پر اوومه په هغه ښار کې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.

وروسته له دې چې د پښتین ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتیسن پر پولیسو د دې پېښې په خاطر د اقدام نه کولو په خاطر نیوکه وکړه، د اسلام اباد پولیسو وویل چې پر ګیله من وزیر یې د برید دوسیه پرانستې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو یو ویاند تقي جواد اخوندزاده د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر حمله د "ذاتي دښمنۍ" پر اساس شوې ده.

د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.

د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور و.

هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.

وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې د تورونو پر اساس نیول شوی و. هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان تېرولو وروسته خوشې شو.

XS
SM
MD
LG