د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

د ايران په فارس کې د يو افغان له‌خوا د ايراني وژل کېدو ادعا افغان کډوال اندېښمن کړي


يو شمېر افغان کډوال
يو شمېر افغان کډوال

د ایران د فارس ولایت په خور ولسوالۍ کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، چې د یوه افغان ځوان له‌خوا د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته، د دې سیمې خلکو د دوی کورونه سوځولي دي.

د ایران د فارس ولایت په خور ولسوالۍ کې یوه افغان کډواله حسنا وايي، دې ته اړه شوې چې له کورنۍ سره یې د څو ورځو لپاره شیراز ښار ته وتښتي.

هغه ادعا کوي، وروسته له هغه چې يو افغان ځوان خپل د کار مالک چې ایرانی او د يوه رستورانت خاوند و وواژه، د خور ولسوالۍ د خنج سيمې خلک په غوسه شول او په سيمه کې يې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتريخوالى پیل کړ.

د حسنا په خبره، په‌دې سیمه کې له تېرو څو شپو راهیسې د یو شمېر ایرانیانو له‌خوا د افغان کډوالو کورونه سوځول شوي دي.

هغې په وروستیو ورځو کې په خور ولسوالۍ کې د افغانانو د وضعیت په اړه وویل:

"د خور یا شیراز سیمې اوسېدونکي ټولو افغانانو باندې ډېر په غوسه دي"

، ان داسې وو چې په افغانانو باندې یې یوه کیلو غوښه، رومي او ان وچه ډوډۍ نه خرڅوله. د سیمې خلک دې ته اړ شول چې په درې څلور ورځو کې له هغه ځایه وتښتي او د شیراز مرکز ته ولاړ شي."

یوه بله افغان کډواله چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي او وايي: "خلک به یې دیپورتول، خلکو ډېره ویره درلوده او ټول یې د خپلو کورنیو سره له خنج ښار څخه ووتل، چې زه هم له خاوند سره مې له ښاره ووتم."

دغو افغان کډوالو په‌دې اړه جزیات ور نه‌کړل چې د ايران د فارس ولايت په خور ولسوالۍ کې د ايرانيانو له‌خوا څومره کورونه سوځول شوي.

خو په ټولنيزو شبکو کې د کورونو د سوځولو ويډيوګانې هم خپرې شوې، چې ادعا کېږي د یو شمېر افغانانو دي.

په‌همدې حال کې په‌دې وروستیو کې ایراني رسنیو د یوه ایراني وګړي د وژل کېدو خبر ورکړی چې د خپل یوه کارکوونکي له‌خوا وژل شوی دی.

تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه‌ده معلومه.

ایراني رسنیو د قاتل هویت نه‌دی په ډاګه کړی، خو په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې نوموړی یو ۱۷ کلن افغان ځوان و.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو کې په ایران کې د انلاین کمپاینونو یوه څپه روانه ده چې د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

یو له دغو کمپاینونو څخه چې اوس‌مهال له ایران څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره لاسلیکونه راټولوي، د دغه هېواد له نوي ولسمشر مسعود پزشکیان څخه يې غوښتنه کړې، چې د ایرانیانو لپاره د کار کمښت، د دې هېواد د کار کلتور د بدلون، د سوالګرو د زیاتېدو، د ایراني تابعیت د ترلاسه کولو لپاره له ایراني وګړو سره واده کولو او یو شمېر نورو لاملونو له امله، بې‌اسناد افغانان له‌دې هېواده وباسي.

تر دې وړاندې هم د ایران په قزوین ولایت کې یو شمېر ایرانیانو د تیږو او لرګیو په وسیله د افغان کډوالو پر کورونو بریدونه کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG