د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

ايران کې د يو شمېر افغان کډوالو ادعا: تاوتريخوالی او زور زياتی راسره ډېر شوی


دوی ادعا کوي چې د ايران په ځینو سیمو کې یو شمېر افغان کډوال د ایرانیانو له‌خوا وهل شوي او ان ځينې شخصي توکي یې هم غلا او ترې وړي.
دوی ادعا کوي چې د ايران په ځینو سیمو کې یو شمېر افغان کډوال د ایرانیانو له‌خوا وهل شوي او ان ځينې شخصي توکي یې هم غلا او ترې وړي.

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې، د دوی پر وړاندې تاوتريخوالى او زور زياتى ډېر شوې دى.

دغلته افغان کډوال وايي، چې تازه د دې هېواد په ځينو سیمو کې د ځايي اوسېدونکو له‌خوا له دوی سره ناوړه چلند او زور زياتى ډېر شوی، چې د دوی په خبره ورسره يې ستونزې څو برابره ډېرې شوي.

دوی ادعا کوي چې د ايران په ځینو سیمو کې یو شمېر افغان کډوال د ایرانیانو له‌خوا وهل شوي او ان ځينې شخصي توکي یې هم غلا او ترې وړي.

په ایران کې یوه افغان کډوال چې نه‌یې غوښتل په راپور کې يې نوم واخیستل شي، د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "ستونزې ډېرې دي، موږ د شهريور په ١٧ سيمه کې اوسېږو وروسته له هغې موضوع چې د ايرانيانو او افغانانو تر منځ شوې، هر څوک چې اسناد ولري او که يې ونه‌لري وړي يې، وهي او ټکوي يې، د شپې لس بجې وې ماما سره مې تلو کور ته، درې هلکانو ودرولو هم يې ووهلو هم يې مبايلونه رانه واخيستل."

د شپې لس بجې وې ماما سره مې تلو کور ته، درې هلکانو ودرولو هم يې ووهلو هم يې مبايلونه رانه واخيستل."
يو افغان کډوال

په ایران کې یو بل افغان کډوال چې دې هم نه‌‌‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په ایران کې د ځایي خلکو له‌خوا څو ځلې ورسره ناوړه چلند شوی دی.

هغه وايي: "افغانان ډېر ځورول کېږي، هر چېرې چې لاړ شي، لس یا دولس کسان پرې برید کوي، وهي او ټکوي يې، که د ډوډۍ اخیستلو لپاره نانوايي ته ځي او یا مغازو ته د څه د پېرلو لپاره لاړ شي، کنايې ورته وايي، څو-څو ځله ماته خپله پېښ شوي، مثلا توهين ډوله خبرې کوي، وايي ځئ خپل ملک ته دلته څه کوئ سپکاوی مو کوي."

هم‌مهاله په‌دې وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ هم چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کډوال له ياد هېواده ايستل کېږي.
هم‌مهاله په‌دې وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ هم چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کډوال له ياد هېواده ايستل کېږي.

د راپورونو له‌مخې د پولیسو او یو شمېر ایرانیانو له‌خوا د افغان کډوالو ځورونې او ناوړه چلند وروسته له هغې زور واخيست چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې یو افغان ځوان د خپل ایراني کارمشر چې د یوه رستورانت خاوند و، په وژلو تورن شو.

که څه هم د ایراني پولیسو له‌خوا د قاتل هویت او د وژنې انګېزه نه‌ده روښانه شوې، خو ځینې ادعاوې شته چې د دې وژنې عامل یو ۱۷ کلن افغان ځوان و.

له پېښې وروسته د ایران د فارس ولایت د خوردر ولسوالۍ په خلنج سیمه کې هم ځايي خلکو د افغان کډوالو کورونو ته د اور اچولو هڅه وکړه، چې له امله یې په سیمه کې یو شمېر افغانان خپل کورونو پرېښودو ته اړ شول.

دا په‌داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ، د جولای په ٢٧، د تهران د له ١٥ سيمې څخه تصويري ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې چې، اوسېدونکو يې په‌کې د ايران حکومت باندې د افغان کډوالو سره پر سياست اعتراض کوي او د "مرګ پر افغاني" په نارو شعارونه ورکوي.

د راپورونو له‌مخې دغه لاریونونه او اعتراضونه هم په ایران کې د افغان ځوان له‌خوا د یوه ایراني د وژل کېدو په غبرګون کې شوي دي.

په‌همدې حال کې په ایران کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د انلاین کمپاین یوه نوې څپه پیل شوې چې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کوي.

دغه راز داسې راپورنه هم خپاره شوي چې په ایران کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې، د ایران حکومت له هرې کورنۍ څخه هر کال له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ میلیونو ریاله چې ٢ زره تر پنځه زره ډالر کېږي په دغه هېواد کې د پاتې کېدلو او خدماتو ته د لاس‌رسي په برخه کې له افغان کډوالو غوښتي او خبردارى يې ورکړى چې د نه پرې کولو په صورت کې به له ياد هېواده وايستل شي.

هم‌مهاله په‌دې وروستیو اوونیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ هم چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کډوال له ياد هېواده ايستل کېږي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبره، یوازې د شنبې په ورځ له ایران څخه لس زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG