د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې


ايران کې افغان کډوال
ايران کې افغان کډوال

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه له نړیوالو غواړي چې ژر تر ژره دې په ایران کې پر افغان کډوالو د بشري حقونو ضد محدودیتونود لیرې کولو لپاره مداخله وکړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه چې په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو د فعالانو د همغږۍ شبکه ده، پرون چهارشنبه یې په یوه خبرپاڼه کې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې په ایران کې په افغان کډوالو وروستیو بریدونه ټول افغانان او د نړۍ بشرپاله خلک اغېزمن کړي دي.

د بشري حقونو د مدافعانو نړیواله ټولنه له دې امله هم اندېښمنه ده چې د ایران د سیمه‌ییزو ادارو له خوا په خپرو شویو اعلامیو کې د افغانانو لپاره د سرپناه پر محدودیت او دوی ته د لومړنیو اسانتیاوو پر نه برابرولو ټینګار شوی دی.

د تهران ښار یوه څنډه
د تهران ښار یوه څنډه

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې ژر تر ژره دې په ایران کې د افغانانو سپکاوي او د دوی د وهلو او ټکولو ته د پای ته رسولو په خاطر مداخله وکړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې له ایراني دولته ټولو هغه کسانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو په ربړونې او سپکولو کې لاس لري.

په ایران کې مېشت یو شمېر افغان کډوال هم په دې هېواد کې د دوی پر د د خلکو د رامنځته شوي ذهینت په اړه اندېښنه څرګندوي.

دوی د خپل وضعیت په بیانولو سره له ایراني حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې د افغان ضد ذهنیت د پای ته رسولو لپار هڅې پیل کړي دي.

د ایران په ری ښار کې یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وویل چې نه یوازې خلک بلکې ایراني پولیس د افغان کډوالو په ځورولو کې لاس لري.

تهران کې یو افغان کډوال وايي: زموږ اولادونه، زموږ د کور مېرمنې او موږ چې د سودا په اخیستلو پسې بېرون وځو موږ ډېر توهینېږو.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د تهران په ۱۵مه سیمه کې افغان کډوال ډېر سخت ژوند لري، ان د دې سیمې پولیس افغان کډوال ځوروي او دوی شکنجه کوي، سیمه‌ییز ایرانیان هم افغان کډوال ځوروي، له هغې وروسته چې په ایران کې پېښه وشوه، زموږ اولادونه، زموږ د کور مېرمنې او موږ چې د سودا په اخیستلو پسې بېرون وځو موږ ډېر توهینېږو."

نوموړي دا هم وویل، د سیمې خلکو پرېکړه کړې چې افغان کډوالو ته به د اوسېدو لپاره کورونه نه ورکوي.

په ایران کې مېشت یو بل افغان کډوال چې دا هم نه غواړي نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل: "که څه هم جرم د یو کس له‌خوا ترسره کېږي، خو زیان یې ټولو افغان کډوالو ته رسېږي، د دې تر څنګ ښايي د ګوتو په شمار افغانان په جرمونو کې لاس ولري."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې پر افغان کډوالو د ډله‌ییزو بریدونو راپورونه او ویډیو ګانې خپرې شوي دي.

که څه هم د ايران په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو پر وړاندې د سپکاوي او تاوتريخوالي لامل نه دى څرګند، خو ویل کېږي چې دغه وضعیت وروسته له هغې دی چې د ایران د پلازمېنې تهران په ختیځ کې یو ایرانی د خپل افغان کارکوونکي له لوري ووژل شو.

د دغه وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده.

په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول او له دې هېوادونو ایستل کومه نوې خبره نه ده، خو هغه څه چې د بشري حقونو مدافعان او افغان کډوال یې ډېر اندېښمن کړي په ایران کې پر افغان کډوالو ډله‌ییز بریدونه دي.

تر دې وړاندې په ټولنيزو رسنیو کې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې وې چې په کې ښودل کېږي قهرجنو ایرانیانو د تهران په خانج او خور سیمو کې د یو شمېر افغان کډوالو کورونه سوځوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG