د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

اندونيزيا کې د افغان کډوالو اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل؛ دوی څه غوښتنې لري؟


اندونيزيا کې د افغان کډوالو اعتراضونه
اندونيزيا کې د افغان کډوالو اعتراضونه

په اندونزیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر مخې ته د افغان کډوالو اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل.

اعتراض کوونکو چې د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ یې خپل اعتراضونه پیل کړي، د دوی د برخلیک د څرګندولو لپاره د یاد دفتر ځواب ته په تمه دي.

په اندونیزیا کې د کډوالو د حقونو یوه فعال عزت‌الله احمدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په جاکارتا کې د کډوالو اعتراضونه څلور ورځې مخکې پیل شوي وو او لا هم دوم لري، په اندونزیا کې کډوال د يو‌ان‌ايچ‌سي‌ار دفتر مخې ته شپه او ورځ په خېمو کې ناست دي د دوی اصلي غوښتنه بیا مېشتېدنه ده، چې د دوی د پناغوښتنې کېسونه، کډوالو منونکو هېوادونو ته ولېږل شي."

"له بده‌مرغه موږ د ملګروملتونو د ملاتړ سره سره له ډېرو ستونزو سره مخ يو

یوې بلې اعتراض کوونکې شیما محبي ازادي راډیو ته وویل، دوی دا مهال په اندونیزیا کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ژوند شرايط ورته سخت شوي دي.

هغه وايي: "له بده‌مرغه موږ د ملګروملتونو د ملاتړ سره سره له ډېرو ستونزو سره مخ يو، مالي ستونزې، روغتيايي ستونزې، د پناه غوښتنې په بهیر کې د ځنډ ستونزې، د بیا مېشتېدنې ستونزې لرو، دغه راز د زده‌کړو نشتوالی او د کار د جواز نشتوالي سره هم مخ يو خو د يو‌‌ان‌ايچ‌سي‌ار له دفتر څخه هيڅ ځواب نه تر لاسه کوو."

اندونيزيا کې د کډوالو اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل.
اندونيزيا کې د کډوالو اعتراضونه څلورمې ورځې ته وغځېدل.

ومو غوښتل چې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ له دفتر سره هم اړيکه ونيسو خو له هڅو سره سره بريالي نه‌شو.

خو په اندونزیا کې د افغانستان د سفارت ویاند احمد طارق ثاني ازادي راډیو ته دا اعتراضونه تایید کړل او زياته يې کړه چې د کډوالو د بيا مېشتېدو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

هغه وويل: "د بیا مېشتېدنې په برخه کې کوم ځانګړی پرمختګ نه‌دی شوی، خو د هغو کډوالو د لېږد په برخه کې چې غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي کومه ناسته چې موږ د اى‌او‌ايم له دفتر سره درلوده، هغوی ورته د سفر لګښتونه، ټراول داکومنټ او د نغدو پیسو د ورکړې زمینه برابروي."

خو په اندونزیا کې د افغانستان د سفارت ویاند احمد طارق ثاني ازادي راډیو ته دا اعتراضونه تایید کړل او زياته يې کړه چې د کډوالو د بيا مېشتېدو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.
خو په اندونزیا کې د افغانستان د سفارت ویاند احمد طارق ثاني ازادي راډیو ته دا اعتراضونه تایید کړل او زياته يې کړه چې د کډوالو د بيا مېشتېدو په برخه کې کوم پرمختګ نه‌دی شوی.

ثاني وویل، دا مهال په اندونزیا کې ټولټال ۵۵۰۰ افغانان ژوند کوي او په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې په دې وروستیو کې د اندونزیا ته داخل شوي او په سازمان کې ثبت شوي دي، د دوى له ډلې ټولټال ۲۵۰۰ تر اوسه خپلې لومړنۍ مرکې نه دي ترسره کړي څو د کډوالو په توګه وپېژندل شي.

یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په‌دې هېواد کې بې‌برخليکه ژوند کوي او سره له‌دې چې د خپل برخلیک د روښانه کولو لپاره يې اعتراضونه او لاريونه هم کړي خو کومه مثبته پايله يې نه‌ده لرلې.

د يادولو ده چې اندونزیا د ملګرو‌ملتونو د کډوالو د کنوانسیون غړی هېواد نه‌دی او حکومت یې کډوالو ته د کار کولو او دولتي ښوونځیو او روغتونونو ته د لاس‌رسي اجازه نه ورکوي، چې دا په‌دې هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې یو له مهمو ننګونو او ستونزو څخه شمېرل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG