د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

په استرلیا کې یوه افغان له مړینې مخکې د ځان وژنې لپاره مشوره غوښتې وه


یوه افغان کډوال چې په اسټرالیا کې یې سیاسي پناه غوښتې وه، له مړینې مخکې د ځان وژنې لپاره مشوره غوښتې وه.

د دې افغان مړی په تېره مارچ میاشت کې د اسټرالیا په شمال کې په یوه توقیف ځای کې وموندل شو خو د زندان د مسوولانو او د عدلي طب د ډاکټرانو راپورونه اوس خپاره شوي.

په دې راپورونو کې د عدلي طب چارواکو د زندان پر مسوولو مامورینو انتقاد کړی چې د دې افغان د سلامشورو په اړه یې دوی ته معلومات نه دي ورکړي.

د اسټرالیا حکومت هېڅ بهرنی چې په غیرقانوني لارو دې هېواد ته د ننوتو هڅه کوي د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه نه مني.

د حیدرعلي اختیار مړی نژدې یونیم کال مخکې د استرالیا د داروین ټاپووزمې په یوه توقیف ځای کې وموندل شو.

تحقیقاتي مامورین وايي چې د توقیف ځای د پولیسو یوه افسر راپور ورکړی و چې اختیار له مرګه دوه اونۍ مخکې له نورو بندیانو څخه پوښتنې کولې چې په کومه طریقه ځان ووژني.

د اسټرالیا اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور ورکوي چې د توقیف ځای د مسوولانو له خوا دا معلومات له هغو ډاکټرانو سره نه وو شریک شوي چې د دې افغان کډوال د علاج موظف وو.

تحقیقات ښيي چې ۶۲ کلن اختیار د ځان وژنې په اړه له نورو سره خبرې نه کولې او ویل یې چې دا د ده د مذهب خلاف کار دی.

د عدلي طب د چارواکو په وینا دا افغان وېرېده چې که ځان ووژني د خپلې کورنۍ لپاره به د شرم باعث شي خو د زندان یو افسر مهدي جعفري په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې اختیار له نورو بندیانو پوښتنې کولې چې ځان په کومه طریقه وژلای شي.

د عدلي طب ډاکټر ګرېګ کاواناګ Greg Cavanagh وايي دا د جدي اندېښنې وړ خبره ده چې د زندان د مامورینو د راپور جزییات له عدلي طب سره نه دي شریک شوي.

کاواناګ وايي، په دې برخه کې د زندان د مسوولانو قصور هېڅ راز توجیه نه لري، خو نوموړی دا یادونه هم کوي چې د اختیار په مړینه کې د کوم چا د لاس لرلو په اړه کوم شواهد نه دي موندل شوي.

افغان لیکوال او ژورنالیست عبدالهادي هادي وايي د کډوالو د منلو لپاره د اسټرالیا قوانین ډېر سخت شوي دي، خو ښاغلی هادي چې په اسټرالیا کې دېره دی وايي، افغانان له دې قوانینو بې خبره دي:

″د اسټرالیا د حکومت پالیسي ډېره روښانه ده د مهاجرتونو په برخه کې- هغه مهاجرین چې په غیرقانوني لارو د اسټرالیا خاورې ته را- داخلېږي د اسټرالیا حکومت په هېڅ صورت پناهنده ګي نه ورکوي، نو ځینې افغانان یا د کوټې خلک چې د افغانانو په نامه اسټرالیا ته راځي، وروسته له دې چې داسې یو ځواب ترلاسه کړي، ناامېده کېږي او ممکنه ده چې دا ناامېدي کله کله د دې سبب شي چې دوی په ځان وژنه لاس پورې کړي.″

د اسټرالیا حکومت وروسته له دې چې په دې هېواد کې د سیاسي پناه غوښتنې زیاتې شوې او په دې لړ کې سلګونه افغانانو د یوې ښې راتلونکې په هیله خپل ټول شته قاچاقبرانو ته ورکړل څو دوی دې خیالي دنیا ته ورسوي، د افغانستان په ځینو کورنیو رسنیو کې دا پیغامونه خپاره کړل چې هېچا ته چې له غیرقانوني لارو اسټرالیا ته ځي پناه نه ورکول کېږي.

ښاغلی هادي وايي خلک د اسټرالیا د حکومت له دې پیغامه باید خبر شي او پر قاچاقبرانو باور ونه کړي:

″ښه لاره دا ده چې د اسټرالیا د دولت دا پیغام د رسنیو له لارې ډېر سرویس شي چې اسټرالیا په هېڅ صورت پناهنده ګي نه ورکوي څو خلک پوه شي چې پناهنده ګې نشي اخیستلای، ولې باید د قاچاقبرانو په خبرو وغولېږي، ولې باید خپلې پیسې خوشې ضایع کړي او ولې باید خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.″

د استرالیا حکومت هغه افغانان او د نورو هېوادونو وګړي چې له غیرقانوني لارو دې هېواد ته ځي یا ځینو ګاونډیو کوچنیو هېوادونو ته استوي یا یې په بند کې اچوي.

علي حیدر اختیار له هغې ډلې و، چې د اسټرالیا په شمالي ټاپووزمه داروین کې بندي و. د ده مړی تېرکال د جون په پنځلسمه نېټه وموندل شو.

اختیار تېرکال په مارچ میاشت کې د پناه اخیستو په تمه د پاکستان له لارې اندونیزیا ته او له هغه ځایه له سلو نورو کسانو سره په کشتۍ کې استرالیا ته روان شو.

د نوموړي د سپرلۍ کشتۍ په سمندر کې توفاني شوه څو چې بالاخره د استرالیا سمنري ځواکونو وژغورله.

حیدرعلي اختیار د سمندرله توفانه وژغورل شو خو د ژوند کشتۍ یې د ناامېدۍ توفان ډوبه کړه.

XS
SM
MD
LG