یو شمېر افغان کډوال، چې د پخواني جمهوری نظام له نسکورېدو وروسته د کډوالۍ د کېسونو د څېړل کېدو لپاره البانیا ته لېږدول شوي، د خپلو کېسونو د نه څېړل کېدو په اړه اندېښنه لري.
د افغانستان د پخواني جمهوریت له نسکورېدو وروسته یو شمېر افغان کډوال او کورنۍ یې چې البانیا ته لېږدول شوي، وايي چې لا یې هم د پناه غوښتنې کېسونه نه دي څېړل شوي.
دغه کورنۍ ادعا کوي چې د البانیا حکومت له دوی سره مرستې کموي او غوښتنه کوي چې د دوی د پناه غوښتنې کېسونه دې ژر تر ژره وڅېړل شي.
په افغانستان کې یو خبریال او د مدني ټولنې یوه فعال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په البانیا کې اوسېږي.
هغه وویل: "ډېرې ستونزې لرو، ډېرو ادارو دلته له کډوالو سره خپلې مرستې ډېرې زياتې کمې کړي دي. په ځانګړې توګه د استوګنې او د ژبې د نه پوهېدو ستونزې لرو، ډېری کډوال له ځايي ژبې سره نابلد دي، د دندې موندل هم ډېر ستونزمن دي او که چېرې دنده پيدا هم شي ډېرى په رسټورانټونو، پخلنځي کې یا فزیکي کارونه وي."
دى وايي چې د ۱۱ کورنیو او يو شمېر مجردانو په ګډون ٣۴ کسان دا مهال بې برخليکه البانيا کې ژوند کوي.
یو بل افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، هغه په ۲۰۲۱م کال کې له کابل څخه د لېږد د بهير پر مهال البانیا ته لېږدول شوی دى.
دى وايي چې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د امریکا حکومت له لوري د خپلې کډوالۍ دوسیې څېړلو ته په تمه دى.
البانیا کې یو افغان کډوال وايي: دلته ښځې او ماشومان ښه رواني حالت نه لري، ماشومان ښوونځيو ته نه ځي، له اوږدې مودې راهیسې ځورېږي او په تمه دي.
هغه زیاتوي: "هغه مرستې چې تېر کال ورکړل شوې وې، ښې مرستې وې، اوس کمې شوې او د ځینو لپاره په بشپړه توګه درول شوې دي، دلته ښځې او ماشومان ښه رواني حالت نه لري، ماشومان ښوونځيو ته نه ځي، له اوږدې مودې راهیسې ځورېږي او په تمه دي."
ځینې کورنۍ وايي چې د دوی ماشومان د ژبې د ستونزو او د پناه غوښتنې د قوانینو له امله له درېیو کلونو راهیسې په البانیا کې ښوونځیو او پوهنتونونو ته نه شي تللی.
د شته معلوماتو له مخې، البانیا د دغو کډوالو د ملاتړ لپاره یوازې درې کلن تړون درلود چې د ځینو لپاره دغه موده ختمه شوې او ورسره اوس په دې هېواد کې دوی سره بشري مرستې هم نه کېږي.
وروسته له هغه چې طالبانو بياځلي د افغانستان واک تر لاسه کړ، د امنیتي ګواښونو له امله د لوړپوړو دولتي چارواکو، خبریالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون لسګونه زره افغانان له هېواده وتښتېدل.
ډېری دغه کډوال اوس د پاکستان او البانیا په ګډون خپلو مقصدو هېوادونو ته د لېږلو په تمه دي.