د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

ایران کې د یو افغان شکنجې ته غبرګونونه؛ د افغانستان سیاسي استازولیو زړه بوږنونکی او غیرانساني بللی


په ایران کې افغان کډوال په دې هېواد کې د پولیسو له‌خوا د ناوړه چلند له کبله تل شکایت کوي.
په ایران کې افغان کډوال په دې هېواد کې د پولیسو له‌خوا د ناوړه چلند له کبله تل شکایت کوي.

له یوه افغان کډوال سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام سفارتونو او قونسلګریو د همغږۍ شورا په یو بیان کې دغه ناوړه چلند زړه بوږنونکی او غیر انساني بللی دی.

د دغې شورا له لوري نن یکشنبه د اګست۱۱مه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند نه یوازې له اسلامي قوانینو او بشري حقونو سره په ټکر کې دی، بلکې د ښه ګاونډیتوب او انساني کرامت خلاف عمل هم دی.

په دې خبرپاڼه کې د ايران له حکومته غوښتل شوي چې د یادې پېښې په اړه څېړنې وکړي او په ايران کې د افغان کډوالو حقونه تامین کړي.

په همدې حال کې یو شمېر پخواني ډیپلوماټان وايي، د افغان کډوالو ستونزې باید د ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

پخواني ډیپلوماټ عزیزالدین معارج ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په ګډون د افغانستان هیڅ ګاونډي هېواد د کډوالو د حقونو په برخه کې نړیوال کنوانسیونونه نه دي مراعت کړي او د کډوالو وضعیت یې لا پسې خراب کړی دی.

معارج وايي: "په اوسني وضعیت کې یواځینۍ حل لاره دا ده چې افغانان په ملګرو ملتونو کې شکایت وکړي، یا دا چې طالبان له ایران سره د اړیکو له لارې د دغه ظلم د مخنیوي غوښتنه وکړي او دغه شان د افغانستان اوسنی نظام افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو اسانتیاوې برابرې او دوی ته په کور دننه د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي."

د نړیوالو چارو یو پوه انتظار خادم هم ازادي راډيو ته وویل چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې کډوال حقونه لري چې باید ورته ورکړل شي.

د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم

خادم وویل: "د افغانستان اوسنی حاکم نظام مجبور او مکلف دی چې د ایران په ګډون ټولو هېوادونو سره ډیپلوماټیک بحثونه پیل کړي، د افغانانو د حقونو په اړه خبرې ورسره وکړي څو د دوی حقوق تضمین شي، پر دوی تجاوز او ظلم ونه شي، د دوی حقونه تر پښو لاندې نه شي، ځکه همدا حاکم نظامونه دي چې په کور دننه او بهر د خپلو خلکو حقونه تضمینوي."

دی وايي، افغان کډوال نه یوازې په ایران بلکې په نورو هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د سیمې او ګاونډ په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ طالب ډیپلوماټانو ته سپارل شوي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ په ټولنيزو رسنیو کې يوه ويډيو خپره شوه چې په کې د ايران په داماوند سيمه کې يو ايراني پوليس د سيد مهدي په نوم د يوه ۱۵کلن افغان کډوال پر ورمیږ زنګون ايښی دی او یو بل ایراني پولیس یاد افغان کډوال ورته کلک نیولی دی.

دغه خپرې شوې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د مدني بنسټونو او فعالانو په ګډون ګڼ غبرګونونه راوپارول او د افغان کډوالو د ملاتړ کمپیان هم ورسره پیل شو.

دا لومړی ځل نه دی چې په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې د کډوالو د ځورونې او له هغوی سره د ناوړه چلند ویډیوګانې خپرېږي، بلکې له دې وړاندې په دغو دواړو هېوادونو کې مېشتو افغان کډوالو دوی سره د ناوړه چلند شکایتونه ازادي راډیو سره شریک کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG