د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د ايران په "هرمزګان" کې د بې‌اسناده افغان کډوالو سلګونه دکانونه تړل شوي


ايران کې يو هغه بازار چې سلګونه افغانان کاروبار په‌کې کوي، انځور - ارشيف
ايران کې يو هغه بازار چې سلګونه افغانان کاروبار په‌کې کوي، انځور - ارشيف

یو شمېر ایراني رسنیو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې، په تېره یوه اوونۍ کې د هرمزګان ولایت په قشم کې سلګونه هغه دوکانونه تړل شوي چې اداره کوونکي یا کارکوونکي یې هغه بهرني اتباع وو، چې کاري جواز یې نه درلود.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د پنج‌شنبې په ورځ (د اګست په لومړۍ نېټه) د هرمزګان ولایت د پولیسو د قومندان علي اکبر جاویدان په حواله په خپل راپور کې د دې دوکانونو شمېر ۱۲۳ ښودلی دی.

ښاغلي جاویدان ویلي دي چې، په قشم کې باید سوداګریزې اسانتیاوې او د دوکانونه د فعالیت اجازه "بې جوازه" بهرنیو اتباعو ته ور نه‌کړل شي او د دې موضوع د نه منلو په صورت کې به قانوني چلند وشي.

دې رسنۍ د علي اکبر جاویدان په حواله دا هم ویلي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې بیا په‌دې سیمه کې ۳۷۸ دوکانونه، چې د چارواکو په وینا "د کار جوازونه "یې نه درلودل تړل شوي دي.

یو شمېر نورو ایراني رسنیو بیا ویلي، ډېری دغه بهرني اتباع افغانان دي.

د ایران د هرمزګان ولایت د قشم سیمې د چارواکو دغه ډول کړنې نوې نه‌دي، دوی پخوا هم په دغه سیمه کې د کورونو او دوکانونو په ګډون د نورو ملکیتونو کرایه ورکول بې‌اسناده بهرنیو اتباعو ته منع کړي و.

ايران کې مېشت افغان کډوال وايي، د ايراني چارواکو او خلکو له لوري ځورول کېږي.
ايران کې مېشت افغان کډوال وايي، د ايراني چارواکو او خلکو له لوري ځورول کېږي.

قشم د ایران له نهو ازادو سوداګریزو سیمو څخه دی چې، د بهرنیو او کورنیو پانګو د جلبولو لپاره له مالیاتو او ګمرکي تعرفو معاف دی.

بهرنیان کولی شي په‌دې سیمه کې د ایران د نورو سیمو بر عکس په اسانۍ سره پانګونه وکړي او له همدې امله افغانانو په‌دې سیمه کې لسګونه دوکانونه پرانیستي دي.

یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل، په‌دې وروستیو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

يو افغان کډوال چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، د استوګنې د اسنادو له درلودو سره سره د کار څښتن له‌خوا ګواښل شوی چې له کاره به ګوښه شي.

موږ ډېر اندېښمن یو، ناوړه چلند زیات شوی او موږ نه‌شو کولای، چې په ښار کې په ارامه تګ راتګ وکړو."
ايران کې يو افغان کډوال

هغه ازادي راډیو ته وویل: "سره له‌دې چې زه د استوګنې اسناد هم لرم، خو د کار مالک زما حقوق نه‌دي راکړي، هر کله چې پیسې غواړم وايي چې درکوو يې خو تر اوسه یې هیڅ پیسې نه‌دي راکړي. په اخر کې یې راته وويل چې تا له کاره باسم، ځکه موږ افغان کارکوونکي نه‌غواړو، موږ ډېر اندېښمن یو، ناوړه چلند زیات شوی او موږ نه‌شو کولای، چې په ښار کې په ارامه تګ راتګ وکړو."

نوموړی ادعا کوي، د هغه ځینې ملګري چې له ده سره یې کار کاوه او د اوسېدو اسناد یې نه درلودل له دندو ګوښه شوي دي.

په ایران کې یوې بلې افغان کډوالې زکیې هم ازادي راډیو ته وویل چې، یو شمېر دوستانو یې له هغې پېښې وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې په‌کې یو افغان د یوه ایراني په وژلو تورن شو.

زکيه وايي: "زما یوې ملګرې کار موندلی و، خو د یوه ایراني د وژل کېدو له پېښې وروسته، کله چې د کار قرارداد لاسلیکولو ته ولاړ، سره له‌دې چې د ایران اقامه يې هم درلودله ورته يې وويل چې تاته کار نه درکوو، کله چې داسې وضعیت پېښ شي، ټول افغانان زیان ویني."

دا کډوال په‌داسې حال کې د خپل وضعیت په اړه شکایت کوي چې، له ایران څخه د بې ویزې او یا بې پاسپورت افغان کډوالو ایستل دوام لري.

یو شمېر هغو يې ازادي راډیو ته وویل، ایراني پولیس د شپې له‌خوا د دوی د کار ځای ته ورځي، دوی تلاشي کوي او نیسي یې.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي و، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغانان د امنیتي ننګونو له امله او د کار په لټه کې ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG