د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

آى‌او‌ایم: له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي


ارشیف: د ایران او افغانستان پر پوله یوه افغانه کورنۍ ایران ته روانه ده.
ارشیف: د ایران او افغانستان پر پوله یوه افغانه کورنۍ ایران ته روانه ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "آى‌او‌ایم" وايي، له ۲۰۲۰م کال راهیسې شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

"آى‌او‌ایم" په دې تازه راپور کې چې د "د هيلو پر لور د افغان کډوالو مرګونى وحشتناک سفر" په نوم د جمعې په ورځ خپور شوی، ویلي چې د دغو کډوالو یو میلیون اروپا ته پنا وړې او ٨۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان د پاسپورټونو او ویزو د نه ترلاسه کولو له امله نورو هېوادونو ته پر ناقانونه لارو ځي او په ډېرو مواردو کې له پولو هاخوا انساني قاچاقبرانو ته پیسې ورکوي.

د کډوالۍ د نړيوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې کوم افغانان چې له اسنادو پرته له پولو اوړي په ګاونډیو هېوادونو کې د بشري حقونو له سرغړونو او ګواښونو سره مخ کېږي.

ياد سازمان زیاتوي چې له اسنادو پرته دغه افغانان تر ډېره له "ظالمانه، غیرانساني او سپکاوي ډک چلند" سره مخ دي.

د "آى‌او‌ایم" د راپور له مخې، نږدې ۷۰ سلنه افغانان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله تللي.

راپور زياتوي، له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېر هم د پام وړ زيات شوى چې په ۲۰۲۳م کال کې نږدې یو میلیون افغانان له ایران څخه بېرته راستانه شوي چې له ډلې يې ۷۰ سلنه یې بې اسناده افغان کډوال دي.

ارشیف: افغان کډوال په داسې سختو لارو هڅه کوي څو د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.
ارشیف: افغان کډوال په داسې سختو لارو هڅه کوي څو د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسوي.

یو شمېر افغانان امنیتي ګواښونه، بې‌کاري او د خپلو لورګانو زده‌کړه له هېواده د وتلو اصلي لاملونه بولي.

د ښځو د حقونو د خوندیتوب د برخې یوې فعاله سیما ستانکزۍ چې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې په جرمني کې کډواله ده، د امنیتي ننګونو سربېره د هغو نورو ستونزو په اړه چې دا یې کډوالۍ ته مجبوره کړه، ازادي راډیو ته وویل: "اروپا ته زما د راتګ مهم لامل دا دی چې زه نه غواړم لورګانې مې په جهالت او تیاره چاپېریال کې رالویې شي، له همدې کبله مې وطن پرېښود څو لورګانې خپل درسونه ووايي په راتلونکې کې خپل هېواد ته خدمت وکړي."

خو یو بل افغان کډوال عبدالغفار خان چې دا مهال د افغانستان په بل ګاونډي هېواد پاکستان کې دی، وايي چې له افغانستانه یې د وتلو لامل امنیتي ګواښونه وو.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې که څه هم د جرمني کېس لري، خو له درېیو کلونو راهیسې په اړه هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي زیاته کړه: "د اکټوبر د میاشتې په ۲۷مه نېټه پاکستان ته راغلم، شاوخوا درې کاله کېږي چې دلته یم، جرمني ته مې چې کوم کېس درلود هغوی زما په حق کې بې عدالتي وکړه او په نیمه لار کې یې پرېښودم، د ډیریو کسانو کېسونه ومنل شول ځینې یې رد او د یو شمېر نورو برخلیک یې معلوم نه دی."

د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع هڅه کوي څو د یونان په دغو لارو ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي چې یو شمېر یې ان مرګ سره هم مخ شوي دي.
د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع هڅه کوي څو د یونان په دغو لارو ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي چې یو شمېر یې ان مرګ سره هم مخ شوي دي.

په همدې حال کې یو افغان خبریال امېد پویا چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ایران ته کډوال شوی، ازادي راډیو ته وايي چې له ایرانه د شړلو له ګواښ سره مخ دی.

پویا وویل: "هره ګړۍ د شړلو له ګواښ سره مخ یم، موږ هم د هغو کسانو له ډلې یوو چې زیانمونکي وو او ایران ته کډوال شو، زما په څېر زرګونه افغانان کډوال شول چې ډېری د بشري حقونو فعالان او خبریالان وو، اوس زموږ برخلیک نه دی معلوم او ډېر په بد وضعیت کې شپې سبا کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان له پاکستان او ایرانه غوښتي چې د وضعیت تر ښه کېدو افغانستان د کډوالو له شړلو ډډه وکړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په داسې حال کې د کډوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه ښي او پاکستان او ایرانه غواړي چې د کډوالو د وېستلو لړۍ دې بنده کړي چې یادو دواړو هېوادونو په وروستیو کې د هغه افغانانو چې قانوني اسناد نه لري د اخراجولو لړۍ چټکه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG