د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

جرمني د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغانان له خپلې خاورې وایستل او بېرته یې افغانستان ته ولېږل


په کابل هوايي ډګر کې هغه بس چې له جرمني ډیپورټ شوي افغانان لېږدوي.
په کابل هوايي ډګر کې هغه بس چې له جرمني ډیپورټ شوي افغانان لېږدوي.

د جرمني حکومت د جمعې په ورځ هغه ۲۸ افغانان چې ویل کېږي په بېلابېلو جرمونو تورن وو، په یوه الوتکه کې افغانستان ته واستول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د هغو ۲۸ افغانان چې په دې هېواد کې په بېلابېلو جرمونو تورن وو، په يوې چارټر الوتکه کې افغانستان ته استولي دي.

دا د ٢٠٢١م کال له اګست میاشتې واک ته طالبانو له رسېدو وروسته د افغانانو لومړنی اخراج دی.

د جرمني د خبرې اژانسونو د راپور له مخې، د جرمني د حکومت ویاند استیفن هیبیشترایت دغه افغانان مجرمین بللي، خو په دې اړه يې نور جزییات نه دې ورکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر هم په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې ۲۸ مجرمین افغانستان ته لېږي او په دې برخه کې یې د ټولو فدرال پولیسو او ایالتونو د چارواکو له همکارۍ مننه کړې ده.

د جرمني چاپ شپېګل مجلې د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې دغه لېږل شوي کسان په بېلابېلو درنو جرمونو تورن وو، لکه جنسي ډله‌ییز تېري، د وژلو هڅې، وسله‌والې غلاوې، وهل ټکول، له ماشومانو جنسي استفاده، ماشومانو ته د نشه‌يي توکو وېش او د مخدره موادو له قوانینو سرغړونه، دغه شان پر پولیسو برید او سپکاوی محکوم دي.

څو ورخې مخکې په فیسټیوال کې د برید له کبله هم یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې پولیس هم سیمې ته رسېدلي وو.
څو ورخې مخکې په فیسټیوال کې د برید له کبله هم یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې پولیس هم سیمې ته رسېدلي وو.

ياد کډوال د جمعې په ورځ سهار شاوخوا اوه بجې د جرمني له لایپزیګ څخه د قطر هوايي شرکت په الوتکه کې کابل ته لېږدول شوي.

د کډوالو چارو کارپوه انجنیر محمود سعید چې دا موضوع يې څېړلې ازادي راډیو ته وویل: "نن ٢٨ هغه افغانان چې په جرمني کې يې بېلابېل جرمونه ترسره کړي، د قطر ایرویس د يوې چارتر شوې الوتکې په وسيله له لایپزیګ هوايي ډګر څخه کابل ته ډیپورټ شول، الوتکې په مستقیم ډول الوتنه وکړه او هر ډیپورټ شوي کس ته ۱۰۰۰یورو ورکړل شول څو په کابل کې خپل ژوند پر مخ بوځي، دا کسان له مختلفو ایالتونو څخه راوړل شوي وو، ځینې یې په زندان کې وو چې له زندانه ایستل شوي وو او ځینې یې له مختلفو ځایونو څخه چې هلته یې ژوند کاوه، راوړل شوي وو."

دغه الوتکه چې دغه کډوال يې لېږدولي د جمعې په ورځ ماسپښین درې نیمې بجې د افغانستان پلازمېنې کابل ته رسېدلې ده.

د جرمني د شپیګل مجلې په وینا، د دغو افغانانو شړل د قطر په منځګړیتوب له دوو میاشتو پټو خبرو اترو پایله وه.

د دغه راپور له مخې، له طالبانو سره مستقیمې خبرې، چې ځینې چارواکي یې تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي، په پراخه کچه ستونزمن ګڼل شوي.

د ځينو نورو لوېديځو هېوادونو په څېر جرمني هم په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري او د طالبانو له بيا واک ته رسېدو وروسته يې د بشري حقونو د اندېښنو له امله دغه هېواد ته د افغانانو د اخراج بهیر درولی و.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت یوې باخبره سرچینې هم د موضوع د حساسیت له امله د خپل هویت د نه څرګندولو په شرط ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه موضوع تایید کړې ده.

خو د کډوالو د حقونو یو شمېر کارپوهان د جرمني د حکومت دغه پرېکړه غندي.

په جرمني کې د افغان کډوالو د حقونو استازي زمري تمیم وکیل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "له دې سره سره چې بده مرغه چې په افغانستان کې قانوني ستونزې شته او جرمني افغانستان د یو خوندي او اصلي هېواد په توګه نه مني، خو له بده مرغه د ټولو قوانینو خلاف عمل دی، په ځانګړي ډول د جینیوا د قوانینو له مخې چې پر بنسټ یې جرمني قانوني مکلفیت لري چې بې ځایه شوي کسان ونه باسي، ۲۸ کسه افغانان چې جرمونه یې ثابت شي او یا ثابته شي چې په ټولو پړاوونو کې یې وکیل درلود، افغانستان ته شړي."

تمیم د جرمني له حکومت څخه غواړي چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو په پرېکړه له سره غور وکړي.

د جرمني حکومت دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د زولینګن په ښار کې په یوه فیسټیوال کې درې تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول.

په دې برید تورن یو سوریایي تبعه دی چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

له دې پېښې وروسته او مخکې هم چې افغانان په مان هایم کې د یوه جرمني پولیس د وژل کېدو او په فرانکفورت کې د اوکراینۍ مېرمنې د ټپي کېدو په ګډون په یو شمېر جنايي جرمونو کې ښکېل شو، د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ یوځل بیا ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې مېشت ډېری کډوال افغانستان او سوریې ته بېرته ستانه کړل شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

نوموړي د سه شنبې په ورځ د آلمان له زیټ‌ډي‌ایف ZDF تلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، هغه کسان چې په جدي جرمونو محکوم شوي دي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG