د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

هيومن‌رايټس‌واچ: ملګري ملتونه دې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د څېړنې لپاره اقدامات وکړي


ارشيف
ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د اوسنیو او تېرو سرغړونو د څېړنې لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د اقداماتو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان هیومن‌رایټس‌واچ د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غواړي چې د افغانستان د اوسنیو او پخوانیو بشري سرغړونو د څېړنې لپاره دې یوه ځواکمنه نړیواله اداره جوړه کړي.

د ملګروملتو د بشري حقونو شورا باید په راروان سپټمبر کې په خپله غونډه کې د داسې یوې ځواکمنې نړیوالې ادارې رامنځته کول ونه ځنډوي
فرشته عباسي

د دې سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي پرون (د زمري ۲۶) پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د درېیمې کلیزې ته د اشارې په ترڅ کې پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه ویډیويي بیان کې وویل چې، د بشري حقونو شورا دې د داسې یوې ادارې د رامنځته کولو اقدام په راروانه سپتمبر میاشت کې په خپله راتلونکې غونډه کې وکړي.

آغلې عباسي پر مرستندویو هېوادونو غږ وکړ چې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته د ټولو بشري سرغړونو، په تېره د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض عواقب وریاد کړي.

نوموړې وويل: "هغه حکومتونه چې له طالبانو سره تعامل کوي، باید دوی ته پرله‌پسې یادونه وکړي چې له ښځو او نجونو او ټولو افغانانو سره د دوی ناوړه چلند د نړیوالو قوانینو له‌مخې د افغانستان له مکلفیتونو سرغړونه ده. د ملګروملتو د بشري حقونو شورا باید په راروان سپټمبر کې په خپله غونډه کې د داسې یوې ځواکمنې نړیوالې ادارې رامنځته کول ونه ځنډوي چې په افغانستان کې له بشري حقونو د اوسنیو او تېرو جدي سرغړونو له ټولو مسوولو کسانو سره حساب وکړي."

فرشته عباسي
فرشته عباسي

آغلې عباسي همداراز له مرستندویانو غواړي چې د هغو افغانانو د لاسنیوي په هدف مرستې وکړي چې حقوق یې له خطر سره مخامخ دي او باید ژمنه وکړي چې د افغانستان د بشري بحران لپاره به دایمي حل‌لارې راباسي.

د زمري ۲۴مه پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو دریمې کلیزه وه چې طالبانو د خپلې بریا د ورځې په توګه په درز سره ولمانځله، خو د بشري حقونو نړیوالو او کورنیو ډلو او فعالانو یوځل بیا پر طالبانو نیوکې وکړې چې په تېرو دریو کلونو کې یې د ټولو افغانانو خو په خاص ډول د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل وویل، افغانان له درې کلنې ناحل شوې نهیلۍ سره مخامخ دي، د ملګروملتونو یونسکو ادارې وویل چې طالبانو له زده‌کړو د ۱۴ لکه نجونو په محرومولو سره د یوه نسل راتلونکې له خطر سره مخامخ کړې، د جرمني د بهرنیوچارو وزیرې وویل طالبانو په تېرو دریو کلونو کې د میلیونونه افغان نجونو او ښځو هیلې مړاوې کړې دي او د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې وویل، په تېرو دریو کلونو کې د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو حقونه د داسې یوه رژیم له‌خوا چې مشروعیت نه‌لري تر پښو لاندې شوي دي.

طالبان د دې او نورو انتقادونو په ځواب کې وایي چې د دوی حکومت د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو، نجونو او نورو د حقونو خوندي کولو ته ژمن دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG