د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د افغان ښځو او نجونو ناسم وضعيت او بشري کړکېچ؛ اروپايي ټولنې او امريکا پرې اندېښنه ښودلې


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

اروپايي ټولنې او د امریکا متحده‌ایالتونو په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د نا عادالانه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اروپايي ټولنه او امریکا وايي، په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د نا عادالانه وضعیت په اړه اندېښنې لري.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ پر سیمې د افغانستان د حالاتو د اغېز په اړه د اروپايي ټولنې د امنیت او همکارۍ سازمان د سرمنشي د راپور په ځوابي اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابېدو او په ځانګړي توګه د طالبانو له لوري د بشري او د ښځو او نجونو د حقونو نقض کولو ډېر اندېښمن کړي دي.

په‌دغه اعلامیه کې راغلي، د طالبانو په سیسټماټیک ډول جنسیتي تبعیض افغان مېرمنې او افغان ټولنه له زیانمنونکې حالت سره مخ کړې ده.

اروپايي ټولنې ګواښ کړی چې د طالبانو له لوري په لویه کچه جنسیتي تبعیيض ممکن پر جنسیتي ځورونې واوړي چې، د جرمنو د نړیوالې محکمې د اساس‌نامې له‌مخې هغه بیا د بشر پر وړاندې جنایت ګڼل کېدای شي او افغانستان هم د دغې محکمې غړی هېواد دی.

اروپايي ټولنې همداراز په افغانستان کې پر سولې او ثبات او له خلکو د ملاتړ سربېره ویلي چې، د افغانستان وضعیت د سیمې پر هېوادونو هم اغېز لري.

په‌همدې حال کې د امریکا متحده‌ایالتو هم ویلي، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه د دغه هېواد د تعامل په سر کې ځای لري.

د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا دایمي استازولۍ هم، پر سیمې د افغانستان د حالاتو د اغېز په اړه د اروپايي ټولنې د امنیت او همکارۍ سازمان د سرمنشي د راپور په اړه په خپرې شوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د اقتصادي ودې، له تبعیض پرته د ټولو حقونو ته د درناوي او د نورو پر وړاندې د افغان خاورې د نه کارونې په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په‌همدې حال یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې بیا وايي، د طالبانو له لوري په سیسټماتیک ډول جنسیتي تبعیض ناهیلې کړې دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د بلخ پوهنتون د فارمسۍ د دوهم کال محصلې وږمه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، هیله یې لرله چې په افغانستان کې د درملو جوړونې یوه فابریکه جوړه کړي، خو په افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو ښايي دغه ارمان یې هیڅکله پوره نه‌شي.

نوموړې وايي: "زده‌کړې زموږ انساني او اسلامي حق دی، نو ولې باید دغه حق رانه واخيستل شي، دوه کاله کېږي چې زه او زما په څېر نورې نجونې پوهنتون ته نه‌ځو، له نړیوالې ټولنې غواړو چې په‌دې برخه چوپ پاتې نه‌شي څو زموږ له برخلیک سره لوبې ونه‌شي."

"زده‌کړې زموږ انساني او اسلامي حق دی، نو ولې باید دغه حق رانه واخيستل شي
د بلخ پوهنتون محصله وږمه

د ښځو د حقونو د برخې فعاله راشده فایق بیا وايي، د طالبانو له لوري له افغان مېرمنو د حقونو اخيستل له ذهني فشارو او ځورونې پرته بل هدف نه‌شي لرلای.

هغې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دوی ته خو په کراتو داسې دلایل وړاندې شوي چې په قران کريم او ټولو دیني متونو کې د ښځو د زده‌کړې موضوع روښانه شوې ده، خو دوی غواړي موږ په ذهني توګه وځپي."

په ورته وخت کې د امریکا متحده‌ایالتونو هم له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته پام وکړي.

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی.

تمه ده چې راروانه سه‌شنبه (د جولای په ۳۰ مه) د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره غونډه هم جوړه کړي.

که څه هم دا لومړی ځل نه‌دی چې د امریکا په ګډون بېلابېل هېوادونه او بنسټونه په افغانستان کې د بشري په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښېي او له طالبانو غواړي چې په‌دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، خو طالبانو بیا تل ویلي چې د شریعت او اسلامي اساساتو په رڼا کې افغان مېرمنو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې ژمن دي.

د یادونې ده، چې طالبانو پر افغانستان له بياځلي واکمنېدو سره سم نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو راګرځولي، ښځې یې په ډېری دولتي او يو شمېر نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي او دغه شان په یو شمېر نورو برخو کې یې هم پر دوی محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG