د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د بشري حقونو درناوی او ساتنه وکړي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو درناوی او ساتنه یې وکړي.

فزیکي مجازات، غیر قانوني وژنی، خپلسري نیول، ربړونه، د ښځو جنسي ځورونه او د دوی په زده‌کړو بندیز هغه موضوعات دي چې د بخښني نړیوال سازمان د طالبانو له حکومت غوښتي چې د پای ټکی ورته کېږدي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د جون ۱۵مه ناوخته په خپله ایکسپاڼه د یادو مواردو په یادولو سره زیاته کړې چې د طالبانو حکومت دې د بشري حقونو درناوی او ساتنه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په دې تړاو دوی ۳ لکه ۳۴زره او ۸۴۷ لاسلیکونه راټول کړي چې په ټکو یې د نړیوال پیوستون د یوې پیاوړي بېلګې ښکارندويي کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: "دا چې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت دوام لري، موږ باید د حساب ورکوونې او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو."

د بخښنې نړیوال سازمان نښان
د بخښنې نړیوال سازمان نښان

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بخښني نړیوال سازمان د دې غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې د طالبانو حکومت چارواکو په وار وار ویلي، دوی د اسلامي شريعت په چوکاټ کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ورکړي او مراعات کړي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال د دسمبر میاشتې راهیسې په بېلابېلو تورونو په سلګونه کسان په عام محضر کې په درو وهلي چې تر ټولو ورستۍ بېلګه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې وه.

دغه شان د ملګرو ملتونو په شمول بېلابېلو نړیوالو سازمانونو وخت په وخت په خپلو راپورونو کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د غیر قانوني وژنو، خپلسرو نیولو، ربړونې او د ښځو جنسي ځورونې موضوعات یاد کړي، خو د طالبانو حکومت بیا رد کړي دي.

له زرو زیاتې ورځې شوي چې طالبانو نجونې له منځنیو زده‌کړو راګرځولي، د دوی په لوړو زده‌کړو یې هم بندیز لګولی او ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کار کولو هم منع کړي دي.

د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو ښوونځي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.
د افغانستان لوېدیځ کې د نجونو ښوونځي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ تړل شوی دی.

په ورته وخت کې هغه نجونې او ښځې چې په افغانستان کې له خپلو حقونو بې‌برخې دي وايي چې نړویوالو سازمانونو د طالبانو له حکومت په ځلونو ورته غوښتنې کړي، خو طالبانو پرې عمل نه‌دی کړی.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکې حميرا حيدري په دې اړه ازادي راډیو ته وويل: "که څه هم ملګرو ملتونواو د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د ښځو حقونه په افغانستان کې تر پښو لاندې نه‌شي، خو تراوسه يې هيڅ پايله نه‌ده ورکړې، له ملګرو ملتونو غواړو چې د ښځو د تعليم او کار حق بايد ښځو ته ورکړي، طالبان ښځو ته د غلامانو په سترګه ګوري."

یوه بله کابل مېشتې، شبانه بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو او ښځو د یوې بلې ستونزې په اړه وايي: "زه په افغانستان کې ژوند کوم ښځې ډېر مشکلات لري، که چېرته لاړه شې طالبان وايي ستا محرم ورور او پلار چېرته دی، يو څوک چې پلار و نه‌لري څه وکړي؟"

د ښځو او بشر د حقونو فعاله صابره سخي وايي، که طالبان د واک دوام غواړي بايد د ښځو حقونو ته درناوى وکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د نړيوالې ټولنې د بشر د حقونو دنده ده څو د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي او هڅه وکړي د ښځو حقونه عادي شي، بله موضوع دا ده چې طالبان ولې داسې کوي؟ ټولنه کې د ښځو او نارينه‌و ترمنځ جنګ دى ټولنه پرته له ښځو پر مخ نه‌ځي طالبان که غواړي چې دا جنګ پاى ته ورسېږي او قدرت يې دوام وکړي بايد د ښځو حقونو ته درناوى وکړي."

د یادونې ده چې طالبانو د خپلې بیاځلي واکمنۍ په نږدې درې کلنه موده کې د ښځو او نجونو په وړاندې له ۵٠ زیات محدودونکي فرمانونه ورکړي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ښځې او نجونې، هر چېرې چې وي د عزت او درناوي وړ دي او پر حقونو یې چې د بشر اساسي حقونه دي، هیڅکله هم معامله نه‌شي کېدلی.

یوناما دا خبره داسې مهال کړې، چې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې د دوحې په درېیمې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د سازمان په کوربه‌توب جوړه شوې وه، د افغان مېرمنو د استازو د نه ګډون له امله د ملګرو ملتونو سازمان له سختو انتقادونو سره مخ شو.

په دغه غونډه کې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG