د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

امریکا د یوناما د راپور په تایید وویل، د طالبانو حکمونو بشري وضعیت خراب کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوناما وروستي راپور ته په اشارې ویلي چې د طالبانو د اخلاقي حکمونو پلي کول په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت ناوړه اغېز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، متحد ایالتونه له افغانانو او په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند له نژدې څاري.

"موږ تمه لرو چې طالبان به په دې برخه کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي. لکه څنګه چې موږ په عمومي او خصوصي ناستو او غونډو کې د طالبانو استازو ته ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکې د هغوی په کړنو پورې اړه لري."

ښاغلي میلر له طالبانو د امریکا د مالي ملاتړ پوښتنه رد کړه او ویې ویل چې امریکا له طالبانو سره مالي مرستې نه کوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) راپور، چې د سې شنبې په ورځ (د جولای د په ۹مه) خپور شوی، وايي چې طالبانو د خپلۍ واکمنۍ له پیله د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې له ۱۰۰۰ ډېر فرمانونه په زوره پرعامو خلکو پلي کړي چې ډیری یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا عملي شوي دي.

د یوناما د راپور له مخې د یادو حکمونو تطبیق د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه نقض کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد دغه راپور رد کړی او په خپله ایکسپاڼه کې يې ليکلي چې په افغانستان کې د ټولو وګړو شرعي حقوق تضمين شوي او له دواړو نارينه او ښځو سره د شريعت له مخې چلند کېږي.

خو په افغانستان کې یو شمېر ښځې د طالبانو د حکومت له چال چلند څخه شکایت کوي.

د میدان وردګ اوسېدونکې فهمیه دانش د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپلې یوې تجربې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یوه ورځ مې خپلې خورزې پارک ته بوتلې، یوې یې چې وړه ماشومه وه د لنډو لستوڼو جامې اغوستې وې، د طالبانو د امر بالمعورف وزارت کارکوونکي راغلل او راته یې وویل، چې دا کالي نور ورته وانه غوندئ، ماته ځکه جالبه وه چې هغه وړه ماشومه وه، په اسلام کې دومره سختي نشته دوی په دا ډول غواړي د خلکو ژوند نور هم ستونزمن کړي.»

له غزني ولایته یوې بلې ښځې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:

"په داسې حال کې چې نړۍ پرمختګ کړی او کوي یې په افغانستان کې، طالبان لا هم په دې فکر کې دي چې څنګه د خلکو ژوند لا پسې تیاره کړي، دوی په هر څه کې کار لري، د خلکو په ږیرو، ویښتو او ان د جامو په رنګ کې."

د بشري حقونو یوې فعالې سجیه بهګام بیا په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" دا چې افغانستن هم د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی خو دغه سازمان تر اوسه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره داسې کومه مناسبه او اغېزمنه حل لاره نه ده وړاندې کړې. بشري حقونه او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه هغه مهال مهمې مسلې وې چې نړیواله ټولنه دلته وه خو کله چې یې افغانستان پریښود هغوی په دې اړه فکر ونه کړ چې افغانان په بد حالت کې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د خپلۍ واکمنۍ په نژدې درې کلنه موده کې د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د بنسټونو له لوري په وار وار د خپلو هغو حکمونو له امله چې له مخې یې د ښځو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز لګول شوی، له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG