د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د ښځو او ماشومانو د هوساينې او پياوړتيا مؤسسه: افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د ښځو روږدي کېدل ډېر شوي


د طالبانو حکومت واک ته له بياځلي رسېدو وروسته د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه او ادعا کوي چې له‌دې پدیدې سره د دوی مبارزه ډېره بریالۍ ده.
د طالبانو حکومت واک ته له بياځلي رسېدو وروسته د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه او ادعا کوي چې له‌دې پدیدې سره د دوی مبارزه ډېره بریالۍ ده.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د هوساينې د پیاوړتیا مؤسسې ادعا کړې چې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې په نشه‌یي توکو د روږدو ښځو شمېر د اندېښنې وړ زيات شوى.

سره له‌دې چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له‌مخې، د طالبانو په واکمنۍ افغانستان کې ښځې او نجونې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه وضعیت کې ژوند کوي، د ښځو او ماشومانو يوې ملاتړې ادارې په افغانستان کې د دوی تر منځ د يو نوي ناورين په اړه ویلي دي.

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا مؤسسې ادعا کړې، چې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په شمېر کې د پام وړ زيات والى راغلى.

يادې مؤسسې زیاته کړې چې د ښځو د روږدي کېدو یو لامل د دوى پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل دي.

د ياد بنسټ په خبره، نجونې له رواني ستونزو او ناهیلۍ سره مخ دي چې ډېرى د ارام موندلو په موخه په نشه‌يي توکو روږې کېږي.

د ښځو او ماشومانو د هوساینې د پیاوړتیا مؤسسې دغه شان د بې‌وزلۍ زیاتوالی، کورنی تاوتریخوالی، د ښځو بې‌کاري او نورو مسايلو ته هم اشاره کړې چې پر دې موادو د ښځو د روږدو کېدلو مسايل دي.

يادې مؤسسې زیاته کړې چې د ښځو د روږدي کېدو یو لامل د دوى پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل دي.
يادې مؤسسې زیاته کړې چې د ښځو د روږدي کېدو یو لامل د دوى پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدل دي.

د دې مؤسسې مشرې مریم معروف آروین ازادي راډيو ته وویل، په‌دې راپور کې چې یوازې یوه برخه یې خپره کړې، په کلیو او ولایتونو کې دوی له ۲۰۸ ښځو او د هغوی له کورنیو سره خبرې کړې دي.

نوموړې وايي: "له هغو ښځو څخه پرته چې په کليو کې په دوديز ډول نشه‌يي توکي کاروي، موږ په ښارونو، مرکزونو او ولايتونو کې په نشه‌يي توکو د روږدو ښځو زياتوالي وينو، چې پخوا دغو ښځو بېل ژوند او بېل فکر درلود."

د مېرمن آروين په خبره، کومې ښځې او نجونې په ځانګړي ډول هغوی چې په کليو کې ورسره مرکې شوي، د ورځې په اوږدو کې د درنو او ستړي کوونکو کارونو په اړه ترخې کیسې لري او په‌دې باور دي چې که هره ورځ لږ نشه‌يي توکي وکاروي، نو د ورځې په اوږدو کې به ډېر کار وکړاى شي.

اغلې آروين د روږدو ښځو د کره شمېره په اړه او دا چې دوی څه ډول نشه‌يي توکي ترلاسه کوي څه ونه‌ ویل.

نوموړې ټینګار کوي، که څه هم ډېری هغو ښځو چې ورسره مرکې شوي دې پوښتنې ته ځواب نه‌دی ویلی، خو په خبره یې اکثرو یې ویلي چې د کورني تاوتریخوالي له امله یې هم نشه‌يي توکو ته مخه کړې ده.

د ياد بنسټ په خبره، نجونې له رواني ستونزو او ناهیلۍ سره مخ دي چې ډېرى د ارام موندلو په موخه په نشه‌يي توکو روږې کېږي.
د ياد بنسټ په خبره، نجونې له رواني ستونزو او ناهیلۍ سره مخ دي چې ډېرى د ارام موندلو په موخه په نشه‌يي توکو روږې کېږي.

د پلازمېنې کابل اوسېدونکې شیلا ازادي راډيو ته وویل، له واده وروسته کورني تاوتریخوالي او د مېړه له لوري ورسره د شوي زورزياتي له امله په نشه‌يي توکو روږدې شوې.

هغې وويل: "دوه کاله کېږي چې واده مې کړى له واده وروسته مې مېړه، لېورونو او خسر ټولو نشه‌یي توکي کارول، زه نه پوهېدم چې دا څه دي، مېړه مې زه هم د مخدره توکو کارولو ته اړه کړم، ما نه غوښتل خو مجبوره يې کړم وهلم يې ويل يې طلاق کوي مې که يې ونه کاروم، پيل مې کړل چې ورسره مې دوه مياشتينی ماشوم مړ شو."

په‌همدې حال کې ارواپوه او د روږدو د درملنې متخصص ډاکټر سید میر اغا حسیني ازادي راډيو ته وويل، څنګه ښځې او نجونې ځان له روږدي کېدلو ساتلی شي.

“ښځې باید په کور کې فکري او رواني فعالیتونه او بوختياوې ولري

نوموړی وايي: “ښځې باید په کور کې فکري او رواني فعالیتونه او بوختياوې ولري، مطالعه وکړي او یا د کورنۍ له غړو سره په ګډه چای وڅښي، مېوه وخوري او خبرې او مجلس وکړي، دا کولى شي فکر او روان ارامه کړي او له روږدي کېدو ساتنه وکړي."

دا په‌داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې یو شمېر بنسټونو راپورونه خپاره کړي وو، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو له لګولو وروسته دوی له رواني او روحي ناروغیو، کم‌عمره ودونو او کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د طالبانو حکومت واک ته له بياځلي رسېدو وروسته د کوکنارو په کښت بندیز ولګاوه او ادعا کوي چې له‌دې پدیدې سره د دوی مبارزه ډېره بریالۍ ده.

د ملګروملتونو له نشه‌يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې هم تېره مياشت په خپل راپور کې وویل، تېر کال د کوکنارو په کښت کې ٩٥ سلنه کموالى راغلى، خو خبرداری يې ورکړ چې د تېر کال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بيا زيات شوى چې د اپینو توليد به هم په بې‌ساري ډول ډېر شوی وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG