د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

د افغانستان په لوېدیځ کې اعتیاد د ځينو کورنیو جوړښت ټوټه ټوټه کړی


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین

د افغانستان په لویدیځ کې اعتیاد د ځينو کورنیو جوړښت ټوټه ټوټه کړی او هغه معتادین چې د درملنې په مرکزونو کې يې تازه درملنه شوې شکایت کوي چې کور، کورنۍ او د اوسېدو ځای نه لري.

محمد په څلوېښت کلنۍ کې د کار لپاره د ایران کرج ښار ته ولاړ او هلته تر اعتیاد وروسته د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په زيرکوه کلي کې خپل کور ته راوګرځېد.

محمد یوه لور او درې زامن درلودل، ده به د هغوی په مخ کې نشه کوله چې په دې ډول يې خپله مېرمن او دوه زامن هم معتاد کړل.

دی اوس د معتادینو د ساتنې او پالنې له مرکز څخه راوتلی او اوس د مېرمنې او کورنۍ د نشتوالي له امله ډېر بېچاره او ستومانه ښکاري، نه پوهېږي چې چېرې ولاړ شي.

هغه وویل: "زما د کورنۍ ټول غړي مړه شوي دي، یوازې دوه اولادونه مې روغ پاته دي. درې کاله کېږي چې احوال يې نه لرم، نه پوهېږم چې ژوندي دي که مړه؟ کور نه لرم، څلور کاله کېږي چې مېرمن مې مړه شوه او کور مې ړنګ شو. موږ درې عملیان پاته یو، کله په محبس او کله په کمپ کې اوسېږو. ما دوی نه دي معتاد کړي، له چا سره چې يې کار کاوه هغوی معتاد کړي دي، ما څو ځله وهلي ترټلي دي چې نشه مه کوئ، خو زما خبرې ته يې غوږ ونه نیو، اوس دلته په ګوتو راغلل."

نژدې یو کال کېږي چې محمد له خپلو دوو اولادونو سره د هرات ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې په مرکز کې ژوند کوي، د خپلې یوې لور او یوه زوی د مرګ او ژوند په اړه هيڅ معلومات نه لري، خو د محمد مشر زوی تواب د خپلې کورنۍ د بدمرغۍ لامل خپل پلار بولي او ادعا کوي چې، د ده له امله يې ټوله کورنۍ معتاده شوه.

هغه وايي: "پلار ته به مې نصیحت کاوه چې نشه پرېږده، خو ده زما خبره نه منله، اخر زما مور بېچاره هم ورسره معتاده شوه. زه د کور سرپرست وم، درې کاله مې زارۍ ورته وکړې چې نشه دي پرېږدي، خو پلار به مې ځمکه خرڅوله او په هغو پيسو به يې نشه‌يي مواد رانيول، په کور کې به يې نشه کوله چې اخير زه هم ورسره عملي شوم."

تواب وايي، ما چې به د پلار د اعتیاد درد او کړاو لیده هڅه مې کوله چې له نشو څخه ځان وساتم، خو کله چې مې مور مړه شوه حواس مې ګډوډ شول او د ژغورنې لار راڅخه ورکه شوه.

مرجان د محمد دوهم زوی دی، ده خپله لومړۍ نشه له نسوارو څخه پيل کړه، خو لږ وخت وروسته يې ماما دی هم د خطرناکو نشه يي مواو په دام کې بند کړ.

هغه وویل: "نن چرس وڅکوه او سبا سګرېټ او پوډر وڅکوه، اخر مې خويندې او وروڼه هم راڅخه ولاړل او کور مو خراب شو. شپږ کاله مې د نسوارو، څلور کاله د سګرېټو، او څلور کاله مې د ښیښې او هيرويينو ګډه نشه کړې ده، مور مې هم د ښيښې او هيرويينو نشه کوله، اخر په نري رنځ اخته او د دې ناروغۍ له امله مړه شوه او اوس هيڅوک نه لرو."

د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښيي، په کور کې د یوه معتاد موجودیت د دې سبب کېږي چې د کورنۍ ټول غړي د اعتیاد له خطر سره مخ کړي.

په افغانستان کې ډېرو ښځو له ازادي راډيو سره په مرکو کې ويلي چې دوی او اولادونه يې د خپلو مېړونو له امله معتاد شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG