د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

په نیمروز کې لسګونه معتادین د ګرمۍ او روغتيايي امکاناتو د نشتواله له امله مړه شوي


ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې یو شمېر معتادین

په نیمروز ولایت کې لسګونه معتادین د ګرمۍ او روغتيايي امکاناتو د نشتواله له امله مړه شول چې اوس يې مړي د دې ولایت په سړو خونو کې ساتل کېږي.

تېره اوونۍ د زرنج ښار د ولایتي روغتون سړې خونې ته د هغو پنځلسو معتادینو مړي یووړل شول چې تازه مړه شوي او خپلوان يې نه دي معلوم.

هغه لېست چې ازادي راډيو ته استول شوی لیدل کېږي چې د ډېری مړه شویو معتادینو عمرونه د شلو او پنځوسو کلونو تر منځ دي.

د نیمروز له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر مولوي عبدالواسع ریحان وايي چې ډېری معتادین له دې امله مړه شوي چې د ګرمۍ په مقابل کې يې د وجود مقاومت کمزوری و.

هغه وویل: "په تېرو شپږو میاشتو کې زموږ ۶۸ معتادین مړه شوي دي. شاید په تېرو درېیو مياشتو ۲۸ یا ۲۹ معتادین مړه شوي وي، همدا اوس د معتادینو د درملنې په مرکز کې د ۹۸۰ معتادینو درملنه کېږي."

د نیمروز ولایت اوسېدونکو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ويلي چې د دې ولایت د زرنج ښار او دوو ولسوالیو په کنډوالو کې او دغه ډ‌ول د سیند پر غاړه يې د څو معتادینو مړي موندلي دي، خو د نیمروز ولایت د معتادینو د ساتنې او پالنې پنځه سوه بستريز مرکز څخه تازه رخصت شوي معتادین وايي چې، په دې مرکز کې د معتادینو وضعیت چندان ښه نه دی.

محمود، چې یوه اوونۍ مخکې له دې مرکز څخه رخصت شوي وايي چې هلته د معتادینو لپاره روغتيايي امکانات نشته او د ده په مخکې به معتادین مړه کېدل.

هغه وویل: "ښه وه ډوډۍ يې ورکوله، خو ګولۍ يې چندان ګولۍ نه وې. کله چې معتاد ناروغه شي سخت نس ناستی ورته پيدا کېږي او وضعیت يې خرابېږي. ډېر زیات، نژدې شپېته نفره وه، ټول مړه شول. د معتادینو د درملنې کلينیک ښه دی، ځکه چې ډاکټر شته او معتاد ډاډه وي، خو په زندان کې نارامه وي او په زندان کې نشه هم نه شي پرېښودلای."

د نیمروز د معتادینو د ساتنې او پالنې پنځه سوه بستريز مرکز څخه یو بل تازه رخصت شوی معتاد نبي وايي چې په دې مرکز کې مسلکي روغتيايي کارکوونکي نه‌شته، له همدې امله په دې مرکز کې د معتادینو مړینه ډېره شوې ده.

هغه وايي: "ګڼه ګوڼه ډېره وه او معتادین هم ډېر کمزوري وه ناروغه کېدل. ما چارواکو ته وويل چې دا معتاد مړ کېږي ډاکتر ته يې یوسئ، خو دوی فکر وکړ چې ګواکي زه بېځايه خبره کوم، ويل سړې اوبه ورباندې واچوئ جوړېږي. کله چې مو پر معتاد سړې اوبه توی کړې معتاد یو دوه ځله سا وايسته چې له دې سره سم مړ شو، یو سل نفره خو مړه شول."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه ادعا کړې چې دوی په تېر یوه کال کې د معتادینو د درملنې لسګونه مرکزونه بیرته فعال کړي دي، خو په دې مرکزونو کې د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي او معتادینو سره د ناسم چلند په اړه ډېر شکایتونه او انتقادونه شته.

دا مهال د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره یا (UNODC) په افغانستان کې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې همغږي او اداره کوي، خو د طالبانو حکومت دې ادارې ته اجازه نه ورکوي چې د معتادینو د درملنې مرکزونه له نژدې څخه و څاري.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG