د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

سږ کال په بلخ کې یوازې دوه زره جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې


ارشیف: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو کروندو د ویجاړولو له بهیره یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو کروندو د ویجاړولو له بهیره یو انځور

په روان کال کې د بلخ ولایت په ډېرو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وو، خو د طالبانو حکومت د دې ولسوالیو په ځينو سيمو کې د کوکنارو کښتونه ویجاړ کړي دي.

په بلخ ولایت کې درې کاله مخکې یوازې په پنځو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي وه، خو سږکال د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو عملیات پای ته رسېدلي او د دوی نظامیانو دوه زره او ۲۶۳ جریبه ځمکه د کوکنارو او ۷۶ جريبه ځمکه د بنګو له بوټو څخه پاکه کړې ده.

په دې اړه د بلخ د امنيې قوماندانۍ ویاند محمد عيسی وثیق وويل، د کوکنارو د کښت په تور لسګونه بزګران نیول شوي او محاکمو ته سپارل شوي دي.

وثیق وايي: "سږ کال له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت د بلخ ولایت په ټولو ولسوالیو او مرکز په حوزو کې عملیات وکړل چې په نتیجه کې يې سلګونه نفره د نشه‌يي بوټو د کښت په تور نیول شوي او زرګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه شوې ده."

هغه بزګران چې د کوکنارو له کښت څخه منع شوي، له دوی سره مرسته د دوحې د وروستۍ غونډې له مهمو بحثونو څخه وه، په دې غونډه کې د هېوادونو استازو ژمنه وکړه چې د بديل کښت په برخه کې به له دې بزګرو سره مرسته وکړي، خو تر دې مهاله د دې ژمنو په لړ کې یوازې جاپان د لسو میلیونو ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

د بلخ د شولګر ولسوالۍ یو بزګر حاجي جميل وايي، که څه هم دوی سږکال کوکنار و نه کرل او د مرستو په تمه وه، خو اوس چې د کښت او کروندې وخت تېر شوی بیا هم تر دې مهاله له دوی سره مرسته نه ده شوې.

هغه وايي: "موږ ته دې غنم، د غنمو او پنبه وو تخم په پور راکړي، کله چې مو پنبه خرڅ کړل خپل پور به يې ورکړو. تېل دي ارزانه کړي، ځکه چې تېل او د ټرکټر کرایه ګرانه ده، کښت او کرونده نشته، هر شی چې ښه حاصل ورکوي موږ ته دې يې راکړي ترڅو ځانونه له کوکنارو څخه بې غمه کړو."

د مزار شریف یو بزګر مبین له اقتصادي ستونزو څخه سر ټکوي او وايي چې پخوا يې دوو ورونو په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه، خو اوس بې کاره دي او په ځمکه کې چې يې څه کرلي وه هغو هم چندان حاصل نه درلودل.

هغه وویل: "موږ له حکومت څخه دا غوښتنه کوو چې کوم چا درس ویلی د هغوی لپاره دي مصروفیت او کار پيدا کړي او څوک چې بزګران دي، هغوی ته دې د داسې کښت زمینه برابره کړي چې ژوند په وکړي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د کوکنارو د کښت پر کموالي او خپل بریالیتوب ټينګار کوي چې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه په وروستي راپور کې لیکلي وو چې د طالبانو حکومت د کوکنارو له زرګونو هیکټاره کښت څخه یوازې ۴۹۵ هيکټاره ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي.

په دې راپور کې ويل شوي چې سږ کال به یو ځل بیا په افغانستان کې ډېر تاریاک تولید شي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG