د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

افغانستان کې د کوکنارو د کر کموالی او په نړیواله کچه د نشه‌يي توکو د تقاضا په ډېروالي اندېښنه


ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې
ارشیف: په کندهار کې د کوکنارو کروندې

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د کوکنارو په کر کې کموالي د دې خطر زیات کړی چې په نړۍ کې د تریاکو عرضه کمه او خلک د مصنوعي تریاکو نورو بدیلو او خطرناکو ډولونو ته مخه کړي.

ګل پري او مېړه یې امیر محمد ۱۷ کاله کېږي چې په مخدره موادو روږدي.

دوی د غور ولایت د فېروز کوه اوسېدونکي دي.

هغوی وایي، د خپل کور هر څه یې پلورلي څو د ځان لپاره نشه‌یي توکي پرې واخلي.

هغه وايي: "هر څه مو چې درلودل که ځمکه وه او که نور، ان لوڼې مو هم واده کړې او پیسې مو ټولې په نشه‌یي موادو مصرف کړې او اوس چې د میاشتې پای دې هېڅ هم نه لرو. یوه ټوټه ځمکه راپاتې وه هغه هم سیند یووړه."

امیرمحمد، چې له خپلې کورنۍ سره یې د سیند په خوا کې اړولي وایي، سرپناه نه لري او د خپلو دوو ماشومانو لپاره یې ډېره سخته ده چې هره ورځ تر بېګا وږي تږي ګرځي.

دوی له مسوولو چارواکو غواړي چې سمدستي د دوی لاسنیوی وکړي.

د یوې روږدې کورنۍ ویجاړ شوی ژوند؛ امیر محمد: هر څه مو د نشه‌يي توکو لپاره وپلورل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

دا یوازې امیرمحمد او مېرمن یې ګل پري نه‌دي چې له دا ډول برخلیک سره مخامخ دي، بلکې په افغانستان کې په لکونو نور کسان هم چې په مخدره موادو روږدي شوي، له ورته یوه وضعیت سره مخامخ دي.

افغانستان چې کلونه کلونه د کوکنارو د تولید او هم له دې هېواده د مخدره موادو د قاچاق له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای درلود، د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې په وینا، په دې هېواد کې د کوکنارو کر په تېرو نژدې دوو کلونو کې زښت زیات کم شوی دی.

دا وروسته له هغې چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲م کال په اپرېل میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت او د مخدره موادو په تولید او قاچاق بندیز ولګاوه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پرون چهارشنبې د جون په ۲۶مه د نشه‌یي توکو د کاروني او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې چې باختر خبري آژانس خپور کړی، ویلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جدي مبارزې په پایله کې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی او حتی صفر ته رسېدلي دي.

ویل شوي چې په ټول هېواد کې څه کم ۲۲زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همدارنګه د مخدره موادو پر ضد عملیاتو کې د زرګونو مشکوکو کسانو د نیول کېدواو د ۱۱۹ ټنه بېلابېلو نشه‌یي توکو او الکولي مشروباتو د نیول کېدو ترڅنګ د څه باندې ۱۳ سوه فابریکو او لابراتوارونو د له منځه وړلو خبرهم ورکړی دی.

ارشیف: په کندهار کې وسله وال طالبان د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې وسله وال طالبان د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پر مهال

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د جرمونواو مخدره موادو ضد ادارې یا "یواین‌اوډي‌سي" په هغه راپور کې چې پرون چهارشنبې د جون په ۲۶مه د نشه‌یي توکو د کاروني او قاچاق پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کر د لګول شوي بندیز په نتیجه کې تېر کال په دې هېواد کې د کوکنارو کر په سلو کې ۹۵ کم شوی دي.

دې ادارې ویلي چې که څه هم په میانمار یا پخوانۍ برما کې تېر کال د کوکنارو په کر کې ۳۶ سلنه زیاتوالی راغلی، خو په نړیواله کچه د تریاکو تولید په سلو کې ۷۴ کم شوی او د تولید شویو تریاکو اندازه یې تر ۲۰۰۰ ټنو لاندې ده.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د تریاکو په تولید کې کموالی به د نورو بدیلو خطرناکو مخدره توکو تقاضا زیاته کړي.

په ویانا کې مېشتې د ملګرو ملتونو دې ادارې په دې راپور کې په ځانګړي توګه د نیتازین په نوم د مصنوعي بدیلو تریاکو په وړاندې خبرداری ورکړی چې استعمال یې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د مړینو سبب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې کارپوه توماس پیچمن ویلي، که څه هم په اوس وخت کې په بازار کې د عرضې یا اکمالاتو ستونزه نه لیدل کېږي، خو د دې خطر زیات دی چې کمښت به رامنځته او هغه به په یوه ستونزه بدله شي.

د راپور له مخې اوس په نړۍ کې ۲۹۲ میلیونه کسان په مخدره موادو روږدي دي چې دا په تېرو لسو کلونو کې پر مخدره موادو د روږدو کسانو په شمېر کې شل سلنه زیاتوالی ښیي.

په افغانستان کې که څه هم په مخدره موادو د روږدو کسانو دقیق شمېر نه‌دی معلوم، خو دې ته په پام چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې دا هېواد په نړۍ کې د کوکنارو او مخدرو موادو ستر تولیدونکی بلل کېده، په سلګونو زره کسان په مخدره موادو روږدي شوې دي.

ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ فراه کې یو شمېر معتادین
ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ فراه کې یو شمېر معتادین

د طالبانو حکومت د کوکنارو پر کر او د مخدره موادو په تولید او قاچاق په بندیز سربېره له لویو ښارونو پر مخدرو موادو د روږدو کسانو د راټولو او ځانګړیو ځایونو ته یې د لېږدولو لړۍ هم مخ ته بیولې ده.

خو د راپورونو له مخې دوی ته هغسې چې لازمه ده د درملنې لپاره لازم امکانات نه‌دي برابر شوي.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له ټول هېواد څخه یې ۱۱۵۲۲۰ تنه معتادین راټول کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.

دې وزارت همدارنګه په کابل کې د معتادینو د درملنې او هغوی ته د بیا زده‌کړو د یوه ۵زره بستریز مرکز د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ماموریت پرون په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په افغانستان کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مالي ملاتړ خبره کړې او د دې ماموریت مشرې رافایلا یودیچې ویلي، مخدره مواد انسان پر رنځ اخته کوي او د خلکو روغتیا او هوساینه له منځه وړي.

هغې ویلي چې اروپایي اتحادیه د هغو کسانو ترڅنګ ولاړه ده چې د تر ټولو زیانګالو، افغان ځوانانو او ښځو په شمول د اعتیاد پر وړاندې مبارزه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG