د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

اقتصاد د ماتېدو په درشل کې؛ افغانستان کې د تاریاکو بیې څو برابره زیاتې شوي


ارشیف، بزګران د کوکنارو په کښت کې په کار بوخت دي.
ارشیف، بزګران د کوکنارو په کښت کې په کار بوخت دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د ماتېدو په درشل کې دی په دغه هېواد کې د تاریاکو بیې تر پخوا څو برابره زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په باور د افغانستان له درېیو یوه برخه خلک له قحطي سره مخامخ دي او طالبانو په کندهار کې ویلي دي چې کوکنار حرام دي او د خلکو لپاره بد دي.

د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د تاریاکو پلورونکي دې ته اندېښمن دي چې طالبان د کوکنارو کر کیله بنده نه کړي، خو په ورته وخت کې دې ته خوښ دي چې د اپیومو بیې تر پخوا څو برابره زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په باور د افغانستان له درېیو یوه برخه خلک له قحطي سره مخامخ دي.

د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې د اپیومو سوداګر محمد معصوم فرانس پرېس اژانس ته وویل: "د طالبانو له راتګ سره اوازې شته، خو داسې خاص دقیق معلومات نه لرو چې څرنګه به شي؟ موږ اندېښمن یووچې کوکنار به بند شي که به بند نه شي؟"

فرانس پرېس اژانس څرګندوي، وروسته تردې چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو د تاریاکو بیې چې په افغانستان، پاکستان او ایران کې ترې هیروین جوړیږي او بیا اروپایي بازارونو ته قاچاقېږي، درې چنده زیاتې شوې.

د دې اژانس په وینا په اروپا کې د سړک د قیمت له مخې یوګرام تاریاک تر پنځوس ډالره زیات خرڅېږي او د تاریاکو د سوداګر محمد معصوم په خبره قاچاق کوونکي اوس له دوی څخه په کندهار کې یو کیلو تاریاک په ۱۷۵۰۰ پاکستاني روپیو اخلي چې څه باندې سل ایرو کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د نشه يي موادو مخه به ونیسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د نشه يي موادو مخه به ونیسي.

د ژېړۍ ولسوالۍ بزګران دا هم وایي چې ښه تاریاک بیا یو کیلو تر پنځه ویشت زره پاکستاني روپیو خرڅېږي او مخکې تردې چې طالبان کابل ونیسي دغه ښه تاریاک اووه نیم زره کلدارې خرڅېدل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره میاشت ویلي و چې د نشه يي موادو مخه به ونیسي، خو د نړیوالو د مرستو اړتیا شته چې بزګران د کوکنارو پر ځای بل شی وکري.

د کوکنارو سوداګر محمد معصوم وایي چې ستونزو دوی مجبوره کړي دي چې کوکنارو ته مخه کړي: "د بزګرانو لپاره ژوند ډېر تریخ دی اوبه یو نیم سل متره لاندې دي، وچکالي ده، مرستې نه شته، تخمونه نه شته. داسې ښه تخمونه نه شته چې ویې کرو او استفاده ترې وکړو."

د ملګرو ملتونو په وینا پروسږکال په افغانستان کې شپږ زره درې سوه ټنه تاریاک تولید شول چې بیه یې دوه میلیارډه ډالر ته رسېده.

په کندهار کې د فرهنګي چارو رییس مولوي نور محمد سعید فرانس پرېس ته وویل چې تاریاک حرام دي، خو ده دا هم وویل چې د کوکنارو د بندیدو مساله له مرستو سره ارتباط لري که مرستې وشي کوکنار به بند شي.

XS
SM
MD
LG