د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د څېړنې او ارزونې بنسټ: د کوکنارو پر ضد هوایي عملیاتو د خلکو ژوند ګواښلی


د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ وایي، د دوی موندنې ښيي چې د کوکنارو پر ضد هوایي عملیاتو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ د روان کال په پیل کې په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښت په اړه څېړنه پیل کړې وه او موندنې یې ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله روان کال په‌دغه ولایت کې د کوکنارو کښت زیات او پر وړاندې يې د حکومت له لوري هوایي عملیاتو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

افغان حکومت د کوکنارو د ختمولو لپاره پرته له هوایي عملیاتو او بمباریو بله واضح ستراتېژي نه‌لري.

د دغه بنسټ مشرې اورځلا نعمت د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۲۴» له خلکو سره د خپلو موندنو د شریکولو د غونډې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت د کوکنارو د ختمولو لپاره ستراتېژي نه‌لري او د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړلو په هوایي عملیاتو یې خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.

نوموړې وايي:

"اول خو افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د کوکنارو د ختمولو لپاره پرته له هوایي عملیاتو او بمباریو بله واضح ستراتېژي نه‌لري، زموږ وړاندیز دا دی چې ژر تر ژره باید یوه ملي او هر اړخیزه تګ‌لاره برابره شي، د کوکنارو د له‌منځه وړلو لپاره داسې عملیات ترسره نه‌شي چې خلکو ته دې زیان ورسوي حتی که د مخالفو وسله‌والو ډلو پر ضد هم وي."

دغه بنسټ له حکومته غواړي چې له هوایي عملیاتو پرته له نورو لارو د کوکنارو د کښت مخنیوی وکړي ځکه چې هوایي عملیاتو د خلکو ژوند په خطر کې له اچولو پرته چاپېریالي ستونزې هم جوړې کړې دي.

د افغانستان د ټولو نورو هغو ولایتونو چې کوکنار په‌کې کرل کېږي، هلمند هغه ولایت دی چې د دغو ولایتونو د کوکنارو د نیمایي تولیداتو برخه جوړوي او تر ټولو نورو ولایتونو په همدې ولایت کې ناامنۍ زیاتې دي چې په لوړه کچه د کوکنارو کښت ته‌یې زمینه برابره کړې ده.

د راپورونو پر اساس تېر کال په هلمند ولایت کې ۱۴۴ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

له دې سره د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت دا ردوي چې ګنې په هلمند کې د کوکنارو د کر کچه لوړه شوې وي، خو د ناامنیو له کبله په‌دې برخه کې د پروګرامونه پلي کول سخت بولي.

حنیف دانشیار
حنیف دانشیار

د دغه وزارت ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل:

"له بده‌مرغه نه‌یوازې په هلمند کې، بلکې په ټولو هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کښت زیات دی هلته ناامنۍ او وسله‌وال هم زیات دي، نو له همدې امله د نورو پروګرامونو تطبیق د کوکنارو د کښت په مخنیوي کې ستونزمن دی."

افغان اقتصادي کارپوهان بیا په‌دې باور دي چې هر کال د کوکنارو د کښت کچه ځکه لوړېږي چې بزګرانو ته نور کښتونه او تولیدات ګټه نه‌کوي، لامل‌یې دا دی چې د تولیداتو لپاره‌یې بازار موندنه نه‌کېږي.

له دې ډلې قادر جیلاني وړاندیز کوي چې د افغان بزګرانو تولیداتو ته سړې خونې جوړې او د کرکېلې په برخه کې ورسره د اصلاح شویو تخمونو مرستې وشي، څو اړ نه‌شي چې نور د کوکنارو کښت ته زړه ښه کړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG