د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ملګري ملتونه وايي افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی


دولتي ځواکونه کله کله په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کښتونو د له‌منځه وړلو کمپاین پیلوي، خو دا کار د تریاکو په تولید کې د پام وړ کموالی نه‌راولي.
دولتي ځواکونه کله کله په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو کښتونو د له‌منځه وړلو کمپاین پیلوي، خو دا کار د تریاکو په تولید کې د پام وړ کموالی نه‌راولي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌یي موادو سره د مبارزې دفتر (یو اېن او ډي سي) په افغانستان کې د کوکنار کرکېلې د کمېدو خبره کړې ده.

په کابل کې د «یو اېن او ډي سي» دفتر رئیس یوري فیدوتوف د سې شنبې په ورځ (وږې ۱۹مه) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، دا پرله‌پسې دوهم کال دی چې افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی راځي.

ملګرو ملتونو تېر کال اعلان کړی و چې د وړم کال (۲۰۱۷) په پرتله په کمساري ډول د کوکنار کښت کم شوی. د «یو اېن او ډي سي» د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې پر ۲۶۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

تېر کال په تخمیني ډول له دغو کښتونو ۶۴۰۰ ټنه تریاک تولید شوي وو چې دا شمېره په ۲۰۱۷ کال کې ۹۰۰۰ ټنه وه.

ملګري ملتونه هر کال په افغانستان کې د تولیدېدونکو تریاکو په اړه سروې خپروي. ښاغلي فیدوتوف وویل، «یو اېن او ډي سي» به په راروان اکټوبر میاشت کې افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه یوه سروې خپره کړي.

ښاغلي فیدوتوف ویلي، لا هم د نشه يي توکو کښت او قاچاق د افغانستان ثبات ته یو ګواښ دی.
ښاغلي فیدوتوف ویلي، لا هم د نشه يي توکو کښت او قاچاق د افغانستان ثبات ته یو ګواښ دی.

ښاغلي فیدوتوف نشه‌یي توکو ته د بازار محدودېدل او اقلیمي بدلون په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د کموالي علتونه وبلل، خو یادونه‌یې وکړه چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دولت هڅې او سیمه‌ییزه همکاري هم اغېزناکه ده.

دی زیاتوي: "د نیولو او کنټرول ګرځنده ټیمونو چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په ملاتړ جوړ شوي، په تېر کال کې یې ۸۰۰ کیلو ګرامه هیروئین، څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه تریاک او تقریباً نهه ټنه چرس نیولي دي."

هغه همداراز یادونه وکړه چې سیمه‌ییزې همکارۍ هم سبب شوي چې د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه مرکزي اسیا او روسیې ته د نشه‌یي توکو قاچاق کم شي.

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه‌یي موادو سره د مبارزې ادارې رئیس ویلي، د کوکنارو د کښت له کموالي سره سره، لا هم د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق د افغانستان ثبات ته یو ګواښ دی.

د هغه په خبره، د کوکنارو کر او د نشه‌يي توکو قاچاق په افغانستان کې د مخالفو وسله‌والو ډلو د تمویل سرچینه ده او هر کال له دې درکه میلیونونه ډالر ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د نشه‌يي توکو له درېیو دوه برخې د افغانستان په جنوبي ولایتونو هلمند، کندهار او ارزګان کې تولیدېږي.

افغانستان لا هم په نړۍ کې د تریاکو لوی تولیدوونکی هېواد دی.

XS
SM
MD
LG