د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د ځوانانو د مهارتونو نړيواله ورځ ده؛ افغان ځوانان: اوس د ودې او مهارتونو د زده‌کړې فرصت نه‌شته


ارشیف: په افغانستان کې د ځوانانو د یوې مخکېنۍ غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې د ځوانانو د یوې مخکېنۍ غونډې انځور

نن د جولای د میاشتې ۱۵مه په نړۍ کې د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ د، خو په افغانستان کې یو شمېر ځوانې نجونې او هلکان بیا وايي، اوس په هېواد کې د ودې او مهارتونو د زده کړې فرصت نه‌شته.

په افغانستان کې یو شمېر دغه ځوانان وايي چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده‌کړو او کار محدودیتونه، د کاري فرصتونو نشتوالی او اوسنیو ستونزو نه یوازې د دوی د پرمختګ مخه نیولې، بلکې پر هغو لاسته راوړنو او تجربو یې هم منفی اغېز کړی چې په تېر کې یې ترلاسه کړې وې.

هما رجبي چې د طالبانو په نږدې درې کلنه واکمنۍ کې له زده‌کړو بې‌برخې ده، ازادي راډیو ته وویل: "افغان ځوانان د اوسني حکومت لاندې یو مبهم او تیاره ژوند ته انتظار باسي. له بده‌مرغه ځوانانو د ودې او پرمختګ پرځای خپلې ټولې هیلې له لاسه ورکړي او لکه څنګه چې پکار ده له ژونده خوند نه‌شي اخیستلای."

یوه ښځینه ورزشکاره چې له افغانستانه وتلې او نه‌غواړي نوم يې خپور شي، په دې اړه وايي: "د طالبانو په راتګ ما نور ونه‌شوای کړای چې په‌دې برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړم، له همدې امله مې وطن پرېښود او هڅه مې وکړه چې په یوه بل هېواد کې دغه مهارتونه لاپسې غښتلي کړم."

ارشیف: په افغانستان کې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې. طالبانو په واکمنېدو سره اوسمهال ښځې ورزشي هم نه شي کولی.
ارشیف: په افغانستان کې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې. طالبانو په واکمنېدو سره اوسمهال ښځې ورزشي هم نه شي کولی.

په کابل کې له انجینرۍ پوهنځي یو تن فارغ شوی ځوان چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په دې اړه وايي: "که څه هم ښې وړتیاوې لرم، خو له دوو کلونو راهیسې بې‌کاره یم، سره له‌دې چې په ژورنالېزم او ځینو نورو برخو کې مې کار کړی، خو له بده‌مرغه اوس وزګار یم، له نړیوالې ټولنې مې غوښتنه دا ده چې افغان ځوانانو ته پاملرنه وکړي."

په افغانستان کې یوازې ځوانان نه‌دي چې له روان وضعیته شکایت کوي.

د طالبانو د حکومت د معلوماتو او احصایې ملي ادارې د یوې سروې له‌مخې چې درې اوونۍ وړاندې یې خپره کړې وه، ویلي وو چې د افغانستان ۵۴،۵ سلنه نفوس له ۱۸ کلونو کم عمر لري او په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د هغه هېوادونو په سر کې ځای لري چې ډېری وګړي یې ځوانان دي.

په همدې حال کې د ټولنيزو چارو فعال سنګراميرزاده وايي چې افغانستان په‌دې وروستيو کلونو کې له زياتو ستونزو سره مخ شوى او د ځوانانو تر منځ د ناهيلۍ کچه لوړه شوې ده.

امیرزاده وايي: موږ ډېر مایوسه یو، دا وضعیت ډېر خطرناک دی، لومړی ځوانان په‌دې فکر کې دي چې چېرته کډوال شي.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه د جدي پام غوښتنه وکړه او ويې ويل: "موږ ډېر مایوسه یو، دا وضعیت ډېر خطرناک دی، لومړی ځوانان په‌دې فکر کې دي چې چېرته کډوال شي، موږ په دې فکر نه‌دی کړی چې څنګه له خپلو مهارتونو استفاده وکړو، ځکه په‌دې برخه کې ټولنیزې ناستې نه‌لرو، د نظرونو د تبادلې لپاره ناستې او ځایونه نه‌لرو هرڅه ګډوډ شوي، که په‌دې برخه کې جدي پام ونه‌شي نو ډېر بد حالت خواته روان یوو."

افغان ځوانان په داسې حال کې شکایت کوي چې د جولای ١٥مه په ټوله نړۍ کې د "د ځوانانو د مهارتونو د نړيوالې ورځې" په توګه نمانځل کېږي.

ملګرو ملتونو سږ کال د دې ورځې په مناسبت ویلي چې په نړۍ کې موجوده ستونزو پر ځوانانو هم منفي اغېز کړی دی، په‌داسې حال کې چې دغه ځوانان د نن او راتلونکي مشران او رهبران دي.

ملګرو ملتونو پر خپلې ویبپاڼې کې لیکلي، چې تاوتریخوالی او جګړې په نړۍ کې پر ثبات او د زده‌کړو پر بهیر منفي اغېز کوي او په ورته وخت کې اقتصادي نا برابریو ته لاره هواروي.

د ملګرو ملتونو په ویبپاڼه کې همدا راز راغلي چې یاد شوي موارد نه یوازې په نړۍ کې د ځوانانو د ودې مخه ډب کوي بلکې په ټوله کې د ټولنو پر عمومي ثبات او سولې هم ناوړه اغېز پرېباسي او په‌کار ده چې د ښې راتلونکې لپاره مهم ګامونه پورته شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه ادعا رد کړې وه چې ګواګي په حکومت کې یې مسلکي کادرونو ته ځای نه‌شته.

د طالبانو په نږدې درې کلنۍ واکمنۍ کې ان له شپږم ټولګي څخه پورته تنکیو نجونو ته ښوونځیو ته د تللو اجازه نه‌شته او په ډېرو دولتي او نادولتي دفترونو کې د ښځو کار منع دی.

د راپورونو له‌مخې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د نادولتي موسسو د فعاليتونو د درولو له امله ډېرى کسان بې‌کاره شوي، یو شمېر نورو هېوادنو په تګ مجبوره شوي او ډېری هغه یې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د جولای ۱۵مه د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه، څو ځوانان د ښه کار او د مهارتونو د ودې او سمبالولو اهمیت ونمانځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG