د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

يو شمېر نجونې: د حجاب د بڼې او رنګ له امله مو طالبان ځوروي


يو شمېر افغان نجونې، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان نجونې، انځور - ارشيف

یو شمېر افغان ښځې او نجونې ادعا کوي، چې وخت نا وخت د حجاب د بڼې او رنګ له امله د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو له‌خوا پوښتل کېږي.

که څه هم طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته، چې نږدې درې کاله ترې تېريږي، په ښځو او نجونو حجاب اجباري کړی، خولا یې د حجاب مشخص تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

یو شمېر ښځې او نجونې ادعا کوي چې ډېر ځله د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو له لوري د دوی د حجاب د بڼې له امله تر پوښتنو لاندې نیول کېږي.

یوه ۲۲ کلنه پېغله، چې د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده او د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یې واخیستل شي، د دې ادعا تر څنګ زیاتوي چې ان د دوی د بوټونو پښو کولو په ډول هم محدودیت دی.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "مخکې به چې ښځو او نجونو کرمچ پښو کول، له‌دې هم منع شوي، ځکه چې دوی وایي دا د نارینه‌و دي ښځې یې باید پر پښو نه‌کړي، نو ښځې په‌دې برخه کې زښته زیاتو ستونزو سره مخ دي، که یې نه مراعتوي، د امربالمعروف کسان یې د خلکو مخ کې دروي چې ولې دې حجاب داسې دی، ټیکری دې منظم نه‌دی، ستا ويښتان ښکاري، ستا د حجاب رنګ شوخ دی."

د حجاب په اړه د پوهاوي لپاره طالبانو د کابل ښار پر بېلابېلو واټونو لوحې نصب کړي،. انځور - ارشيف
د حجاب په اړه د پوهاوي لپاره طالبانو د کابل ښار پر بېلابېلو واټونو لوحې نصب کړي،. انځور - ارشيف

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ورته خبره کوي او وايي: "زه خپله تور حجاب کوم، ځکه د طالبانو د امر بالمعروف غړي په تورو رنګونو څه نه وایي خو که روښانه رنګ وي اعتراض کوي او ښځې دروي او وایي چې تاسو هڅه وکړئ له کوره بیرون تور رنګونه وکاروئ."

د لوګر ولایت اوسېدونکې مژګان امیني بیا وایي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ مخکې هم بې‌حجابه نه وې او حجاب یې کاوه، خو په خبره یې اوس د دوی په سیمه کې ډېری نجونې بُرقه او عربي حجاب کوي.

نوموړې وايي: "د طالبانو د حکومت په لومړي کال چې هغه مهال پوهنتونونه خلاص و، پر موږ تور حجاب جبري و، دوی ویل چې تور حجاب او تور ټیکري واغوندئ، اوس افغانستان کې د حجاب کلتور زیات شوی، ډېری نجونې چې مدرسو ته ځي بُرقه تړي، چې یوازې دوه سترګې ترې ښکاري، نورې نجونې بیا اوږده عربي حجابونه اغوندي چې بېلابېل رنګونه لري، طالبان دلته د حجاب د رنګ په اړه څه نه وایي."

هڅه مو وکړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغان ښځو او نجونو د ادعاو، د حجاب د تعریف او د دوی له‌خوا د جبري شوي حجاب د بڼې په اړه وپوښتو، خو زموږ پوښتنې يې ځواب نه‌کړې او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له چارواکو سره په خبرو بریالي نه‌شوو.

خو د اسلامي شریعت له‌مخې حجاب څه دی؟

دیني عالم عبدالمالک راشد یې په ازادي راډیو ته وویل: "حجاب په لغت کې پردې ته ویل کېږي، هر هغه څه چې د انسان مطلوب پټوي، دغه شان هر هغه څه چې پرې پرده او سَتر حاصليږي، هغه حجاب دی، د اسلامي شریعت په استناد حجاب عبارت له هغه لباس دی چې د نارینه‌و او ښځینه‌و عورت پوښي."

خو ایا په اسلامې شریعت کې د حجاب د رنګ او د بڼې څرنګوالي په اړه څه راغلي؟

دیني عالمه عابده مجیدي شفیق وایي: "د حجاب نوعیت کوم ځانګړی تعریف نه‌لري، هر هغه پوښښ چې د پردې او حجاب مفهوم ادا کړي هغه حجاب دی، که هغه تور عربي حجاب وي او که هغه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې لوی ټیکري یا بُرقې وي، خو په‌دې شرط چې تنګ نه وي، نازک نه وي او شوخ نه وي چې د چا پام وروا نه‌وړي."

ډېری افغانې نجونې ادعا کوي چې د حجاب په بهانه طالبان نجونې ځوروي.
ډېری افغانې نجونې ادعا کوي چې د حجاب په بهانه طالبان نجونې ځوروي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې په ځينو لویو ښارونو، په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې یو شمېر نجونې د طالبانو له‌خوا د بد حجابۍ په تور ونیول شوې او ان لنډمهالي بند کې پاتې شوې.

ان پر خواله رسنیو له کابل ښاره داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې ځینې نجونې د طالبانو د حکومت ښځینه پولیسو له لوري د بد حجابۍ په تور له نیول کېدو وروسته رنجر موټرو ته پورته کېدې.

هغه مهال طالبانو د دې ویډیوګانو په اړه رسمي څه نه و ویلي، خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته د حجاب نه مراعتولو له امله د یو شمېر نجونو او ښځو نیول تایيد کړي وو او ویلي یې وو چې دا نیونې د څو ساعتونو په مخ وې او د کورنیو له ضمانت وروسته بېرته خوشې شوې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندازه د ۱۴۰۱ د ثور په ۱۷مه په یو فرمان کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت نه غوښتي و، چې په ښځو باندې حجاب په اجباري ډول عملي کړي او د امکان تر بریده باید ښځې په کور کې وي.

په‌دې فرمان کې ملا هبت‌الله ویلي و، چې ښځې دې په عمومي ځایونو کې خپل مخونه پټ کړي، له اړتیا پرته دې له کوره نه وځي او د سرغړونې په صورت کې به د (نجونو او ښځو) د کور مسوول مجازات شي.

له هغه مهاله تر اوسه د طالبانو د مشر دا فرمان او تطبیق یې په افغانستان دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG