د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

یوناما: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقداماتو د خلکو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې


په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
په کابل کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د افغانستان د بشري حقونو اړوند په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري ترسره شویو اقداماتو د خلکو تر منځ د وېرې او ګواښ فضا پراخه کړې ده.

یوناما د سه شنبې په ورځ "په افغانستان کې د اوسنیو چارواکو له‌خوا اخلاقي څارنه؛ پر بشري حقونو یې اغېزې" په نوم په خپور کړي راپور کې ویلي چې د دغه وزارت له‌خوا له بشري حقونو څخه سرغړونه او په صادر شویو لارښوونو کې ابهامات او تناقضات، په خصوصي حریم کې د خلکو د فعالیتونو محدودونکي اقدامات او د نااټکل شویو لارښوونو شدت د خلکو تر منځ وېره رامنځته کړې او د دوی په ژوند یې اغېز کړی دی.

یوناما ویلي چې دغه وزارت د ملکفیتونو او بندیزونو په اړه د اسلامي قوانینو څخه د طالبانو د حکومت د چارواکو د تفسیر پر بنسټ اوامر صادر کړي دي.

راپور زیاتوي چې دا لارښوونې په بېلابېلو لارو او ډېری وخت یوازې په شفاهي توګه صادرېږي او په ځینو مواردو کې د دوی لارښوونې واضح نه وي او ځینې یې قانوني ثبات یا لنډ مهاله وي چې کله کله د دې لارښوونو عملي کول د خلکو د سختې سزا لامل کېږي.

د یوناما په راپور کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت فعالیتونه په افغانستان کې د مېشتو وګړو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې او له ښځو سره د توپیري او نامناسب چلند د خلکو په ژوند منفي اغېزې کړې دي.

په ورته وخت کې د تېر جمهوري حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې او د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ مشرې شهرزاد اکبر دې راپور ته په اشارې ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومتولۍ څرنګوالی او له ښځو سره یې سیستماتیک توپیري چلند نورې نارضایتۍ به هم رامنځته کړي دي.

د تېر جمهوري حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ مشره شهرزاد اکبر
د تېر جمهوري حکومت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره او د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ مشره شهرزاد اکبر

مېرمن اکبر وویل: "دا راپور موږ ته د حکومتولۍ په اړه د طالبانو د حکومت لیدلوری راښیي، په اصل کې دا د طالبانو د حکومتولۍ بېلګه ده چې دوی خلکو ته د یو خدمت کوونکي حکومت په توګه د خلکو د ستونزو د حل، د خدمتونو د وړاندې کولو، د امنیت ساتنې او د خلکو د حقونو او ازادیو په اړه په خپلې دندې نه پوهېږي، بلکې خپله دنده له دین څخه د خپلو تعبیرونو د پلي کولو لپاره پر خلکو د فشار راوړل بولي."

پر رسنیو د محدویتونو لګول، له ښځو سره د محرم پر شتون ټینګار، د حجاب مراعت کول او پارکونو عمومي حمامونو د ښځو پر تګ بندیز، د ښځو پر کار او سوداګر بندیزمحدودیتونه، د امېندوارۍ ضد درملو ته پر لاسرسي قیودات، د وګړو تر منځ د شخصي اړیکو محدودیت، د نارینه‌وو پر ظاهري بڼه انتقادات، د قیلون په استعمال او موسیقۍ بندیز، د انسانانو او ژویو د انځورونو پر خپراوي بندیز او پر جشنونو نمانځلو بندیزونه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت اقدمات بلل شوي چې د یوناما راپور کې راغلي دي.

د طالبانو د مشر د فرمان د عملي کولو څرنګوالی، د اوسنیو چارواکو له لوري د شکایتونو د اورېدو نه موجودیت او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پراخه نقش په ځانګړي ډول د بشري او بسنټیزو ازادیو په برخه کې د دې وزارت نور محدودیتونه یاد شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند عبدالغفار فاروق سره خبرې وکړي، خو پوښتنې یې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف وزارت په لیکلي بڼه په اتو مخونو کې د دغه راپور ته غبرګون ښودلی دی.

دغه وزارت هر هغه عمل چې د اسلامي او افغاني اصولو او د دوی د حکومت د قوانینو خلاف نه وي بند، خو که دا اعمال خلاف وي دوی پرې د بدیزونو په لګولو مکلف دي.

د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ له تېرو نږدې درې کالو راهیسې د بېلابېلو نړیوالو سازمانو له لوري په وار وار د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو نه په سرغړونو تورن شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG