د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د افغانستان د خبریالانو مرکز اندېښنه؛ " طالبان ښایي په رسنیو کې د ښځو کار کول منع کړي"


له ارشیفه د افغانستان د یوې ښځینه تلویزوني ویاندې تصویر
له ارشیفه د افغانستان د یوې ښځینه تلویزوني ویاندې تصویر

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د وضعیت په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره، په رسنیو کې د ښځو پر کار د بندیز د احتمال او د هغې د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

یاد شوي مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې له خپرولو سره دا اندېښنه وروسته له هغې څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست، محمد خالد حنفي په یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې که ښځې په رسنیو کې د را څرګندېدو پر مهال د دوی مشخصې لارښوونې مراعات نه کړي؛ نو احتمال شته چې په رسنیو کې د ښځو پر کار بشپړبندیز ولګوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې چې د سه شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چارواکو او د رسنیو د استازو تر منځ ترسره شوه، د دې وزارت ویاند، عبدالغفار فاروق، سپارښتنه وکړه چې د رسنیو ښځینه کارکوونکې دې له تورو جامو او د مخونو په پټولو سره چې یوازې سترګې یې ولیدل شي، راڅرګندې شي او هم دې له هغو ښځو سره چې حجاب نه مراعتوي، له مرکو کولو ډډه وشي.

د یاد شوي مرکز په اعلامیه کې همدا شان راغلي: ښاغلي حنفي خبرداری ورکړی چې که دغه لارښوونې په پام کې ونه نیول شي؛ د دې احتمال شته چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ښځې په رسنیو کې له کار کولو منع کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو کمېټې مسووله، سمیې ولې زاده
د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو کمېټې مسووله، سمیې ولې زاده

د افغانستان د خبریالانو مرکز د عدالت غوښتنې او اړیکو کمېټې مسوولې، سمیې ولي زاده، ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو له امله، د دوی قانوني ازادۍ ترې اخیستل شوي دي.

ولي زاده زیاتوي:

" دا په رېښتیا د اندېښنې وړ دی، د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کوي؛ ځکه د هغو تګلارو له امله چې صادر شوي دي، زموږ خبریالان محدود شوي دي. په حقیقت کې دا ټول د دې لامل شوي چې د خبریالانو او رسنیو قانوني ازادۍ په افغانستان کې سلب شي. "

په ورته وخت کې یو شمیر ښځینه خبریالانو ازادي راډيو ته وویل، د ښځو پر وړاندې دا ډول محدودیتونه او ننګونې، له ټولنې څخه د ښځو د حذفولو او دبیان د ازادۍ د نقضولو لپاره د خطر زنګ دی.

یوې ښځینه خبریالې د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"د ښځو پر وړاندې دا محدودیتونه او ننګونې، له ټولنې څخه د ښځو د حضور د کمولو لپاره یو قدم دی چې اخیستل کیږي. زموږ په شان د خبریالو میرمنو ویره او اندیښنه دا ده چې دا محدودیتونه زیات نه شي او موږ سبا د دې شاهدان واوسو چې ښځې نور په رسنیو کې حضور ونه لري. "

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر
له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

یوه بله ښځینه خبریاله هم په ورته شرط وایي:

"که دا ډول محدودیتونه ډير شي، موږ به واقعا له یوې تیارې راتلونکې سره مخ شو. موږ د دې محدودیتونو له پایلو څخه وېره لرو."

د افغانستان د خبریالانو مرکز څېړنې ښيي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام د رسنيو قوانین د تطبيق وړ بللى، خو دوی د خپلې بیا واکمنۍ له پیل راهیسې د رسنيو او خبريالانو په اړه لږ تر لږه ١٧ فرمانونه صادر کړي چې د رسنیو له قانون سره سمون نه لري او د خبریالانو او ازادو رسنیو لپاره یې کاري چاپېریال محدود کړی دی.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG