د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

افغانان د طالبانو او وسله‌والو ډلو له سیستماتیکو سرغړونو سره مخ وبلل شول


ارشیف: په کال کې له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کال کې له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز وايي، افغانان د طالبانو او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو له‌خوا د بشري حقونو له سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي.

یاد مرکز په خپل نوي راپور کې چې د جون په لومړۍ نېټه خپور شو ويلي، طالب چارواکو داسې محدودوونکي پالیسۍ او فرمانونه پلي کړي چې ښځې او نجونې له بشري حقونه څخه محروموي، د جنسیت پر بنسټ د تبعیض شدیدو ډولونه ته دوام ورکوي او د ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیري چلند د مخنیوي کنوانسیون یا "سي‌اي‌ډي‌اې‌ډبلیو" (CEDAW) نه ښکاره سرغړونه کوي.

د "آر۲پي" د راپور په دوام کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر پراخ ځپونکي فرمانونه په ازاد ډول د دوی ګرځېدل، راګرځېدل، د نظر او بیان آزادي، د کار فرصتونو، سیاسي او عامه استازیتوب او تعلیم او روغتیا پاملرنې ته د دوی لاسرسی په جدي توګه محدودوي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو یوه اعتراضیه غونډه
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو یوه اعتراضیه غونډه

د پلازمېني کابل یوه اوسېدونکې چې ادعا کوي د اعتراضونو له امله یې د طالبانو له‌خوا نیول شوې وه، د نوم نه ښودو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "پر ما روحي او فزیکي شکنجې د طالبانو له‌خوا ترسره کېدې، زه یې په پایپ او ربړ وهلم او زه یې دې ته اړولم چې اعتراف وکړم چې د خوځښت غړې یم او د خوځښت نورې غړې ورته معرفي کړم."

د کابل ښار یوې بلې اوسېدونکې، چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا د حجاب مه مراعتولو په پلمه نیول شوې وه.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: طالبانو په هره برخه کې د ښځو حقونه نقض کړي که هغه د تحصیل حق دی که د بهر تګ حق دی که د کار او دندې حق دی.

هغه وايي: "زه خپله پوهېدم چې حجاب مې سم دی، مګر فقط یوه بهانه وه چې غوښتل یې ما وډاروي او خپله دا پروسه په ما عملي کړي چې ښځې د بهر تګ څخه وډارې شي. طالبانو په هره برخه کې د ښځو حقونه نقض کړي که هغه د تحصیل حق دی که د بهر تګ حق دی که د کار او دندې حق دی."

د خوندیتوب لپاره د مسولیت نړیوال مرکز په راپور کې همداشان راغلي طالب چارواکي په دوامداره توګه خبریالان، ملکي کارکوونکي، د بشري حقونو مدافعین او د افغانستان پخواني حکومت سره تړلي کسان په نښه کوي چې دا په پراخه کچه او سیستماتیک ډول سرغړونه ښکاري.

راپور زیاتوي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په کې پراخ جرمونه کېږي او بېړني اقدام ته اړتیا ده.

په دغه راپور کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې له خوا د لږکیو په ځانګړي ډول د شیعه ګانو په نښه کولو ته هم اشاره شوې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د دې راپور په اړه پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو تر دې مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د مېرمنو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړیوال مرکز په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د طالبانو پر وړاندې شواهد مستند کړي چې پرته له قضا وژنې، په خپل سري نیول او توقیف او د رسنیو د کارکوونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پخواني حکومت پورې تړلو اشخاصو په ګډون د مشخصو ډلو غیرقانوني توقیف، شکنجه او ناوړه چلند په‌کې شامل دي، خو طابانو مخکې په دې اړه د یوناما راپورونه هم رد کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG