د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده


د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندیښه ښکاره کړې او د هغه څه په وړاندې چې هغه یې د طالبانو له لوري خپلسري، متضاد اومبهم اقدامات بللي، خبرداری ورکړی دی.

په هغه راپور کې چې دې سازمان پرون (چهارشنبې) خپور کړی، ویل شوي چې د افغانستان پر خلکو اخلاقي څارنه د تبعبیض پر یوه بنسټیز سیسټم بدله شوې چې پرښځو اونجونو یې په غیرمتناسب ډول اغیزکړی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي آسیا د برخې څیړونکې زمان سلطاني ازادي راډیوته وویل چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف اونهي عن المنکر وزارت په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو مسوول دی.


" په افغانستان کې ښځې او نجونې له داسې یوه بنسټیز شوي سیسټم سره مخامخ دي چې په سیسټماتیک ډول د دوی حقوق او انساني آزادۍ تر پښو لاندې کوي. طالبان او د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت یې د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو خلاف په سیسټماټیک، منظم او په پراخه کچه د دې هیواد د خلکو لومړني اساسي حقوق تر پښو لاندې کوي ."

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندیښنه وښوده. د دې وزارت یوې ویاندې الیزابیټ سټیکني له ازادي راډیوسره په ځانګړې مرکه کې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات به د ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کولو لپاره له هر فرصت څخه کارواخلي.

" دا د امریکا د حکومت لپاره یوه لویه اندیښنه ده او موږ به له هر فرصت څخه په ګټه اخیستو د خپلو اندیښنو او په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه خپل غږ اوچت کړو. "

تر دې یوه ورځ وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت په نوي راپور کې وویل چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف اونهي عن المنکر وزارت له خوا له بشري حقونو څخه سرغړونې ترسره شوي، د خلکو خصوصي حریم محدود شوی، امرونه یې سخت شوي چې په پایله کې یې د دې هیواد د وګړو پر لویې برخې د ویرې او ډار فضا سیوری غوړولی دی.


د طالبانو حکومت د یوناما دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، کوم احکام چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا توصیه کیږي، هغه معلوم اسلامي احکام دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې د یوناما د دغه راپور په غبرګون کې لیکلي چې د یوناما راپور جوړوونکي هڅه کوي چې افغانستان له غربي لید لوري څخه وارزوي چې د ده په خبره دا کار ناسم دی.

XS
SM
MD
LG