د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

فرانسه له بنديزونو سره مخ افغان نجونو او ښځو ته پناه ورکوي؛ د افغان نجونو او فعالانو له‌خوا يې هرکلی شو


ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه او په ټول افغانستان کې نجونې محصلانو له لوړو زده کړو منع کړي دي.
ارشیف: د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې دغه او په ټول افغانستان کې نجونې محصلانو له لوړو زده کړو منع کړي دي.

یو شمېر افغان ښځې او نجونې د فرانسې د کډوالو اړوند ملي محکمې د هغه حکم هرکلی کوي چې له مخې یې دغه هېواد له بندیزونو سره مخ افغان ښځو ته پناه ورکوي.

وروسته له هغې چې د فرانسې د پناه غوښتنې حق ملي محکمې (CNDA) د جولای په ۱۱مه اعلان وکړ چې ټولو هغو افغان ښځو او نجونو ته چې د طالبانو د حکومت له لوري له بېلابېلو محمدودیتونو او بندیزونو سره مخ دي او دوی ورته نه تسلیمېږي، فرانسه کې د پناه غوښتنه کولای شي او دوی به پناه ورکړي، له زده‌کړو محرومې یو شمېر افغان نجونې او ښځې یې هرکلی کوي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې وايي: زه د دې موضوع د پرمختګ په تمه یم تر څو زه هم وکړای شم خپلې نیمګړې زده‌کړې بهر پای ته ورسوم.

د کابل ښار اوسېدونکې او د ښوونځي یوه زده‌کوونکې چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې اقدام هرکلی کوو او له نورو هېوادونو هم غواړو چې افغان ښځو او نجونو ته دې پناه ورکړي، چې دوی هلته لاړې شي او خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، زه د دې موضوع د پرمختګ په تمه یم تر څو زه هم وکړای شم خپلې نیمګړې زده‌کړې بهر پای ته ورسوم."

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې او محصله سلما هم ورته نظر لري او وايي: "د فرانسې حکومت دا اقدام چې د افغان ښځو په اړه یې کړی، زه یې هرکلی کوم او ډېره خوښه شوم، ځکه په افغانستان کې ښځې او نجونې زده‌کړې نه‌شي کولای، دندو ته نه‌شي تللی، که چېرې نورو هېوادونو ته لاړې شي ښایي خپلو موخو او هیلو ته ورسېږي او په ټولنه کې ځان با ارزښته احساس کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې په دې اړه په خپور کړي بیان کې ویلي، دوی دا پرېکړه په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اروپایي ټولنې د راپورونو له‌مخې کړې ده.

په بیان کې راغلي چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې "د افغان ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو اوازادۍ ته زیان رسولی دی."

وړاندې په دې بیان کې زیاته شوې، طالبانو په افغانستان کې ښځې د جنسیت له امله له زده‌کړو او کار کولو منع کړي او په ټولنه کې دروغتیایي اسانتیاوو په ګډون له ګڼو بشري حقونو بې‌برخې شوي دي.

د فرانسې دغې محکمې ویلي، دوی دا حکم د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې له لوري د روان میلادي کال د جنورۍ د ۱۶مې نېټې د حکم په رڼا کې صادر کړی دی.

د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې هغه حکم کې راغلي: "که ښځې په خپل هېواد کې د جنسیت له امله له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ کېږي. کولای شي له نورو هېوادونو د پناه غوښتنه وکړي."

بل‌خوا د ښځو او بشري حقونو ځینې فعالانې وایي، نړیواله ټولنه دې د افغان ښځو د روان "کړکېچن" وضعیت لپاره په افغانستان کې دننه په بنسټیزو حل‌لارو غور وکړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

د ښځو او بشر حقونو فعالې مریم اروین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول اقدامات کولای شي په لنډمهاله توګه د هغو (افغان) ښځو ملاتړ وکړي چې له خطر سره مخ دي او له ښځو سره د طالبانو د حکومت د ځپوونکو سیاستونو پر وړاندې مبارزې کوي، دا په بنسټیزه توګه د ښځو ستونزه نه‌شي حلولی، له نړیوالو زموږ ښځو چې په افغانستان کې اوسېږو،غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې دننه دې د ظلم پر وړاندې د ښځو له مبارزو ملاتړ وکړي."

د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهیسې له تېرو نږدې دریو کلونو راهیسي د زده‌کړو او کار په برخه تر څنګ په ګڼو نورو برخو کې پر افغان ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له دې بندیزونو او محدودیتونو سره سره طالبانو ادعا کړې په افغانستان کې یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونه خوندي کړي، خو نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بېلابېل بنسټونه د طالبانو دا ادعا ردوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG